د کګېسو راباډا ټپي کېدل د افریقا لپاره د خطر زنګ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

کګېسو رباډا چې د سهیلي افریقا چټک توپ اچوونکی دی، اوس مهال د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ یا آې پي ایل کې د ډیلي کپېټلز لوبډلې په ګټه لوبېږي.
هغه د ملا د ټپ له امله د می په لومړۍ نېټه د چینای لوبډلې پر وړاندې ونه لوبېد او د آې پي ایل په پاتې سیالیو کې به نور د ډیلي کپېټلز ملا ونه تړي.
رباډا په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالیو کې تر ټولو مخکښ وېکټې اخېستونکی توپ اچوونکی هم دی، هغه په ۱۲ لوبو کې د ډیلي لپاره ۲۵ وېکټې اخېستي او لومړي مقام کې دی.
خو د تېرې چهارشنبې په ورځ د نوموړي ملا سخت درد پیل کړ، چې دې درد هغه د چینای لوبډلې خلاف د آې پي ایل په ۵۰ مه لوبه کې له لوبېدو منع کړ.
د ده نشتون د ډیلي لوبډلې لپاره د سترې ماتې پېلامه هم شوه، د چینای لوبډلې له خوا ورته ۱۸۰ منډې هدف ورکړل شوی و، په ځواب کې یې ډیلي لوبډلې ټولې ۹۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
رباډا یو ځل د کلکتې لوبډلې خلاف په سوپر اوور لوبه کې له ۱۱ منډو دفاع کړې وه او د رسل په څېر هېټر توپ وهونکی یې کلین بولډ کړی و، د سوپر اوور لوبه ډیلي له کلکتې د رباډا د خطرناکې توپ اچونې په برکت ګټلې وه.

رباډا ویلي دا زما لپاره ډېره سخته ده، چې زه په یو مهم پړاو کې د ناځوانه ټپ له امله ډیلي لوبډله پرېږدم.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه د نوموړي د ټپي کېدو او نړیوال جام ته د احتمالي نه ښه کېدو په اړه لیکلي دي، چې که کګېسو رباډا نړیوال جام لپاره ښه نه شي دا به د افریقا لپاره د بالېنګ په برخه کې ستره ضایع وي.
رباډا ویلي په ډیلي کپېټلز لوبډله کې زما لوبېدل زما لپاره د بریاوو پېلامه وه او زه له رب څخه هیله کوم، چې مابه ژر ښه کړي، ترڅو نړیوال جام کې ولوبېږم.
رباډا اوس ۲۳ کاله عمر لري او تر ۱۵۵ کېلو مټر پر ساعت سرعت سره توپ اچونه کوي.
نوموړي په روان آې پي ایل کې تر ټولو زیات سپيډ ویشتی، هغه ۱۵۴ اعشاریه ۲۳ سپیډ په ویشتلو سره د آې پي ایل لوبو کې لومړی مقام لري او د چټک توپ اچوونکي ریکارډ یې خپل کړی دی.
که نوموړی د نړیوال جام لپاره ښه نه شي، نو د افریقا د فسټ بالېنګ برخه به ۵۰ سلنه کمزورې شي او دا د افریقا لپاره د خطر زنګ کېدای شي.
افریقا د می په ۳۰ مه نېټه له انګلستان سره خپله لومړۍ لوبه کوي او د نړیوال جام پرانېسته هم کوي.