ژوند بڼه طبیعت

قطبي شفق؛ هغه انوار چې آسمان کې رامنځته کېږي

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

دا انوار د ځمکې د هوا حالاتو له امله منځته راځي. شفق قطبي هغه رنګینه او متحرکه انوار دي چې د شپې په آسمان کې معمولاً قطبینو ته نږدې د لمر چارج‌داره بادي ذراتو د برخورد یا لګېدلو او د یون سپهر د مالیکولونو د آیونې کیدو له امله په سپهر یا (یونوسفر) کې مینځته راځي.

دا هغه ښایسته انوار دي چې په طبیعي ډول په آسمان کې معمولاً د شپې له پلوه د قطبینو جغرافیایي سیمه کې مینځته راځي. دوی په یونوسفر کې جوړېږي او په قطبینو کې د لیدو وړ دي. په جغرافیايي شمال کې دوی ته شمالي شفق هم وایي.

دا نوم له یوناني شمالي باد څخه اخیستل شوی چې په ۱۶۲۱ د پیر ګاسندي له خوا په دې پدیده کیښوول شو. دې قطبي شفق ته، د شمال قطب نور هم وایي ځکه دوی ډیری وخت په شمالي نیم کره کې لیدل کېږي، څومره چې شمال قطب ته نږدې کیږۍ ډېر احتمال یې شته چې دا انوار مو تر سترګو شي. مثلاً په ډول د کاناډا په شمالي ښارونو کې چې ډېر قطب ته نږدې دي د دوی د ظهور او لیدلو امکان ډېر دی.

دا قطبي شفق کېدای شي د ځمکې په مقناطیسي شمال کې ډېر جګ و اوسي، خو په شمالي افق کې په شنه رنګ او د لمر د راختو په وخت کې پیکه (کم رنګه) سور رنګ ځانته غوره کوي.

قطبي شفق په معمولي ډول له سپتامبر تر اکتوبر او له مارچ تر آپریل پورې منځته راځي. ځینې کاناډایي قبایل دې پدیدې ته د ارواح ګډا وایي.

سویل قطب کې هم کېدای شي دا پدیده منځته راشي، لیکن یوازې په سویلي ترینه جغرافیایي قطب کې او کله هم په سویلي آمریکا او آسترالیا کې.

بنجامین فرانکلین لومړی کس و، چې قطبي شفق ته یې پام وکړ. د ده په آند د قطبي شفق د منځته راتللو علت د نور انتقال د الکتریکي چارج مرکز کې، په قطبي سیمو کې چې په رطوبت او واورې باندې شدت اخلي.

د قطبي شفق د وقوع علت له لمریز تاج څخه د کتله وتل دي، چې د مغناظره او وان آلن د کمربند په مرسته قطبي سیمو ته هدایت کېږي.

دانشمندانو د قطبي شفق د لوړوالي د اندازه لپاره له دوو نقطو څخه چې یو له بل څخه یې څو کیلومتره واټن درلوده عکسونه واخیستل. د دا ډول انځورونو په مرسته کولای شو د قطبي شفق لوړوالی اندازه کړو. قطبي شفق له ځمکې څخه په ۳۰۰ تر ۷۰۰ او کله هم ۱۰۰ کیلومتري لوړوالي کې راښکاره کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ