پاکستان: هومره ښځې مو چین ته د فحشا لپاره نه وې قاچاق کړې، څومره یې چې شمېر زیات ښودل شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مني، چې چین ته یې هېواد نه ښځې د فحشا لپاره قاچاق شوي، خو وایي دا شمېر هغومره لوړ نه و، څومره یې چې ادعا او یادونه شوې ده.
قریشي د یوه بهرني سفر پرمهال په دې اړه د خبرو پر وخت ویلي، چې ځینو رسنیو په دې برخه کې له مبالغو ډک راپورونه خپاره کړي.
د اړیکو خړیدو هڅه
پاکستاني وزیر شاه محمود قریشي، چې د عمران خان په مشرۍ د واکمن تحریک انصاف ګوند مرستیال دی، دغه راز خبر ورکړی چې د دې ستونزې د اساسي حل لپاره لاس په کارشوي.
قریشي له یورو نیوز خبري شبکې سره د مرکې پر وخت ویلي، چې ځینې هېوادونه او کړۍ له دغو راپورونو څخه په ناسمې استفادې سره غواړي د پاکستان او چین اړیکې خرابې کړي.
خو دی ټینګار لري، چې دا ډول هڅې به ناکامې او د دغو هېوادونو اړیکې به سهي سلامتي پاتې شي.
پاکستان او چین دوه ترټولو خواږه ګاونډي هېوادونه دي.

چین د یوه ستر نړیوال اقتصادي ځواک په توګه له لسیزو راهیسې پر پاکستان پراخ نفوذ لري او په وده کې یې مهم رول ساتي.
یاد شوی هېواد اوس هم د پاکستان د شړیدلي اقتصاد د رغونې لپاره کافي مرستې کوي او پاکستان یې زیات احسانمن دی.
چین ته د پاکستاني نجونو د بیولو او هلته یې په فحشا کې د استعمال په اړه د یاران وېب پاڼې د همکار بشر دروېش دا مخکینۍ مفصله لیکنه هم لوستی شئ.
دا لیکنه به مو د دې قضیې په ټولو اړخونو وپوهوئ.
د لوستو لپاره یې دا لینک کېکاږئ.
https://yaraan.com/china-pks-girls/