Advertisements
روغه سټه ژوند بڼه سیاست له نړۍ

کولمبیا کې یوه ښځه له قرنطین نه په سرغړونې په ۸ کاله بند محکومه شوه

لیکنه: مهر تاج

په ” کولمبیا” کې یوه مېرمن د قرنطین خلاف قانون څخه په سرغړونه په اته کاله بند او تعزیري جزا محکومه شوه.

د نړۍ حکومتونه پدې پوهېږي چې د کورونا وایرس یا کووډ ۱۹ څومره خطرناکه ناروغي ده ځکه یې جدي قوانین/ تدابیر ورته ونیول شو او په ملکي وګړو یې جدي تطبیقیږي هم.

دا خورا خواشینونکي ده چې زمونږ ډیری افغانانو ته لا هم ټوکي ښکاري، د مرګ سره لوبې کوي جدي یې نه ګڼي، د ځان په شمول نور هم له خطر سره مخ کوي.

په لاتیني امریکا “کولمبیا ” کې پرون ورځ پولیسو یوه مېرمن چې د کورونا وایرس یا کووډ ۱۹ ناروغی لازمه قرنطین قانون څخه یې سرغړونه کړې وه، ونیوله او پر ملي تلویزون یې ښکاره او ویې هم رټله.

د کولمبیایي رسنیو په حواله، یاده مېرمن او د هغې میړه چې پیدایش یې په امریکا کې شوی، تیره اونۍ د کیلیفورنیا څخه “بوګوټا” تللي وو.

په کیلیفورنیا کې د کورونا وایرس د وبا له امله یادې جوړې ته تر دوه اونیو په یوه هوټل کې د ایسارېدو، قرنطین لارښوونه (امر)  شوی وه، چې څو ورځې وروسته دوی دواړه د “نواح “ښار  په یو رستورانټ کې لیدل شوي وو او بیا پولیسو دا ونیول.

دې مېرمن کې ظاهراً د کورونا وایرس هېڅ قسم نښې نه لیدل کېدي، خو پولیسو ماسک او زولنې ورواچولې  او د تلویزون کېمرې مخې ته یې ودروله.

چې پر همدې وخت هلته د تلویزون خبریال او نورو رسنیو خبریالان هم موجود و. د دې داسې د رسنیو په وړاندې راوستلو نه یې نورو خلکو ته عبرت و، چې د قرنطین څخه بهر وتلو هڅه ونه کړي.

یادې مېرمن ته وویل شو، چې دا کړنه به یې د څلور څخه اته کاله بند سره مخ کړې، خو دا چې میړه یې د امریکې اوسیدونکی دی د بند تر څنګ نغدي جرمانه هم شي.

د یادونې وړ ده، چې “کولمبیا ” کې په ۲۰ د مارچ د کورونا وایرس د مخ نیوې په موخه خلک قرنطین شوي دي، چې ۱۹ ورځې به دوام ولري.

طبي کارکوونکي، امنیتي کسان او د درملو پلورنځایونه ترې مستثنا دي.

دا باید هېر نه کړو؛ نړیوال، پرمختللي هیوادونه چې دومره په هر اړخیزو امکاناتو سمبال ټولنې دي د کورونا وایرس یا کووډ ۱۹ ناروغی د مخنیوې لپاره دومره جدي تدابیر نیولي او سخت قوانین یې ورته وضع کړي، مونږ فقیر و ضعیف ولس، چې د مخنیوي او تداوۍ هېڅ امکانات نه لرو،  ولې جدی ونه ګڼو!؟

که تداوي ګرانه ده، وقایه اسانه ده. مخکې له دې چې ومرو، د ځان په ژغورنې سره باید ټولنه له دې افته وژغورې او اجازه ور نه کړو چې کورونا وایرس بلا دې زمونږ تر وره راورسېږی.

کورونا واریس جدي وګڼئ، په خپلو کورونو کې له خپلو عزیزانو سره څو ورځې په خوښۍ پاتې شئ!!

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: