سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شپږیزه؛ دویم پړاو ته لاره پیداکوونکې لوبډلې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکت لیګ د لومړي پړاو لوبې نن یکشنبه پای ته ورسېدې، چې له ډلې یې څلورو لوبډلو دویم پړاو ته لاره پیداکړه.

کابل بازان، میس‌‌عینک، بندامیر او بُست هغه لوبډلې دي، چې دویم پړاو ته یې لاره پيداکړه.

کابل بازان، میس‌عینک او بندامیر لوبډلو مخکې دویم پړاو ته لاره پیداکړې وه، خو بُست بیا د ننۍ لوبې په ګټلو سره دویم پړاو ته لاره پیداکړه.

د بُست ننۍ لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۵مه او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه نن ماپښین د بُست او امو لوبدلو ترمنځ ترسره شوه، چې بُست لوبډلې په لسو ویکټو امو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د امو لوبډلې د لوبډلمشر دروېش رسولي څخه د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

امو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بُست لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکی.

امو ته ۵۱ ناسوځېدلې، قاسم اوریاخېل ۲۹ او مراد مرادي ۲۶ منډې جوړې کړې.

د بُست لوبډلې لپاره حمزه هوتک او ګلبدین نایب دوه ـ دوه او سیدشېرزاد بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې بُست لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د پیل دوو لوبغاړو کریم جنت او عمران جنت د لوبې په ۱۱،۳ اورونو کې پوره کړ او په لسو ویکټو یې بریا خپله کړه.

ننۍ لوبه کې جایزه ګټونکي لوبغاړي

د ننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بُست لوبډلې لوبغاړي کریم جنت ته ورکړل شوه.

د سټایلش لوبغاړي جایزه د بُست لوبډلې لوبغاړي عمران جنت ته ورکړل شوه.

او د ډېرو شپږیزو وهلو جایزه بیا د امو لوبډلې لوبډلمشر دروېش رسولي ته ورکړل شوه.

د کوالیفایر لوبې

افغان کرکټ بورډ وايي، چې اوس سبا دوشنبه سهار ۹ بجې په لومړنۍ کوالیفایر لوبه کې کابل بازان د میس‌عینک کرکټ لوبډلې په وړاندې لوبیږي.

دویمه کوالیفایر لوبه بیا سبا دوشنبه ماپښين ۱:۳۰ بجه د بُست او د بندامیر ترمنځ ترسره کیږي.

سپین غر او امونهنګان بیا هغه لوبډلې دي، چې د شپږیزه کرکټ لیګ د روان پړاو څخه بهر شوې.

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پيل شو، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ