د هلمند د والي خبرداری: سر له سبا قرنطین ماتوونکو پر ضد قهریه قوه کاروو

راپور: بشر درویش

هلمند والي وايي سر له سبا که هرچا د قرنطین څخه سرغړونه وکړه له قهریه قوې کار اخلو.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین یادې څرګندونې د کرونا ویروس مخنیوي کمېټې په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د ښاغلي یاسین په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي؛ په غونډه کې د تیر لس ورځني قرنطین، د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ، په ښار کې د خوارکي توکو د قیمتونو کنټرول، په روغتیايي او نورو برخو کې د ترسره شوو فعالیتونو او راتلونکې پلانونو په اړه خبرې وشوې.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین د کرونا مخنیوي کمېټې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل:

«د تیرو ورځو پرمهال یو شمېر اندېښنې موجودې وې چې لښکرګاه ښاریانو په سم ډول قرنطین ندی مراعات کړی، د خوارکې توکو دوکانداران پرته له کومې ستونزي په خپله خوښه قیمتونه پورته کوي چې باید په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.»

ښاغلي یاسین زیاته کړه دا ځل به د قرنطین ورځو کې له هغه کسانو سره جدي چلند کیږي چې د قرنطین لپاره ټاکل شوي اصول نه عملي کوي.

د قرنطین دوام

د والي ښاغلي یاسین خان په رسمي فیسبوک پاڼه زیاته شوې؛ په دې غونډه کې تر بحث وروسته پریکړه وشوه چې د یوې اوونۍ لپاره به قرنطین نور هم دوام وکړي ځکه تر اوسه لا د کرونا ویروس په چټکۍ د خپریدو په حال کې دی چې له یوې اوونۍ وروسته به د راتلونکو ورځو لپاره پلانونه ونیول شي او د اړتیا په صورت کې به قرنطین دوام پیداکوي.

د کرونا ویروس د کنټرول کمیټې غونډه – هلمند

پلي کیدونکي قیودات

راتلونکې یوه اوونۍ لاندي موارد په ښار کې پلي کیږي.
۱: پرته له اړتیا څخه په ښار کې ګرځېدل بند دي.
۲: د عاجل ضرورت او اړتیا څخه پرته د موټرسایکل او موټر څخه ګټه اخیستنه او په یوه موټر کې له دوه څخه د ډیرو کسانو پر ګرځېدو بندیز دی.
۳: د خوراکي توکو له دوکانونو او درملتونونو څخه پرته ټول نور دوکانونه په مطلق ډول بند دي او جدي چلند ورسره کیږي.
۴: د لښکرګاه ښار د پولیسو حوزو امرین مکلف دي چې په خپله سیمه کې ټول دوکانونو پرته له هغو چې ددې پریکړي څخه استثنا دي بند کړي نه یوازې چې دوکاندار به نغدي جریمه کیږي بلکې د حوزې آمر هم مسول ګڼل کیږي.
۵: د تړلو دوکانونو مخته کښېنستل او په پټه د غیر خوراکې توکول پلورل او همداراز په ښار کې د تړلو دوکانونو مخته د موټرانو دریدل بند دي چي د سرغړوني په صورت کې به قانوني چلند کیږي.
۶: ټول حمامونه ، سلمانۍ ، تفریح ځایونه ، هوټلونه ، د واده صالونونه او ورته ګڼ میشتي سیمي په مطلق ډول بند دي.
سرچینې وړاندې لیکلي؛ د پورته پریګړو د تعقیب لپاره یوه نظارتې کمېټه هم په دنده ګمارل شوې چې په هره حوزه کې د اجرآتو څارنه وکړي خو ددې ترڅنګ به د عامه پوهاوي پروګرامونه په دوامداره ډول روان وي چې د رسنیو دلارې به هم یاده برخه لا ډېره قوي کیږي.
باید یاده شي چې تر اوسه په هلمند ولایت کې د کرونا وایروس ۱۳ مثبتې پيښې ثبت شوې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.