ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

والدین باید د قرنطین او رخصتیو پر وخت څه وکړي؟

لیکنه: مهر تاج
  • ژباړه او راټولوونه: مهر تاج

مورې، مونږ په کور کې ولې ایسار یو؟

کورونا څه شی دی؟ ماشومان هم پرې اخته کېږي؟

پلار جانه مونږ پارک ته ولې نه بوځئ؟

مونږ خپلو ملګرو سره د لوبېدو لپاره ولې نه پریږدئ؟

مونږ فلان ځای ته ځو او مونږ بوځه بس!

نن سبا دا او دیته ورته ګڼې نورې پوښتنې په هر کور کې د ماشومانو له لوري مطرح کېږي.

د کورونا وایرس د ناروغانو او مړینو د شمېر زیاتېدو له امله د ښوونېزو ادارو مخکې له وخته رخصیدلو له هر څه وړاندې والدین په ځانګړي ډول میندې ډېري اندېښمنې کړي دي.

د هر وخت پوښتنې، د خویندو وروڼو تر منځ شخړې، کور کې شور ماشور، په بهر تنګ بندیز، د ښوونیزو بوختیاوو څخه متاثره کیدل، او د نا اشنا ترهو څخه ویرې والدین اندېښمن کړي دي.

راځئ چې پدې اندیښمن صورتحال لږ بحث وکړو او  روزمره فعالیتونه(   Activiteis)  په خوشګواره ماحول بدل او په شریکه ورته یو منظم پلان جوړ کړو؛ ممکن له ډېرو اندېښنو او رواني مسایلو کې په تغیر راوستلو له ځانونو سره مرسته وکړو.

له ماشومانو سره څرنګه خبرې وکړو؟

۱، دا خبره نه باید هېره کړو، چې د ماشومانو اندېښنه او ویره فطري ده؛ په کور کې ایسارېدلو سره سره د تلویزون او موبایل استعمال څخه مسلسل معلومات پدې کې مهم رول لري.

۲، دا موضوع په ځان عملي او د ماشومانو سره پرې خبرو کولو نه ډډه کول.

۳، د کوچنیو ماشومانو تر مخه که ممکن وي “خبرې چینلونه” بندول، تر څو د ګردي نړۍ ویرونکي او ترهه خپرونکي خبرونه په ژوندی بڼه ونه ویني.

۴،(که چیرته په کور کې مو په کورونا وایرس اخته ناروغ نه وي یا ماشومان له کوم متاثره ناروغ نه خبر نه وي) نو اړینه نده چې ډېر معلومات ورکړو.

۵،  که چیرته کوچنیان مو د ښوونځي یا منځنیو ټولګیو زده کوونکي وي، نو غیر مستقیم د دوی ذهن او عمر ته په کتو په ساده او داسې الفاظو کارولو د “کورونا وایرس ” په هکله معلومات ورکړئ، چې ونه ډار شي.

۶، هغوی چې لس کلنۍ عمر یې پوره کړی وي د لویانو په توګه یې وپالئ او د کورونا په طبي اثراتو خبرې وکړئ.

۷، هر کله چې ماشومان د خپلو اندیښنو او کنجکاويو په هکله درسره خبرې کوي، په پوره غور سره یې اورئ.

۸، که مو زوی یا لور د مبالغې ډکه خبره وکړي، نو په غوصه کیږئ ورته مه، مه هم چیغې پرې وهئ؛ په ارامه جواب ورکړئ او  ځنې وپوښتئ چې دا خبرې مو له چا او چیرته اورېدلي دي .

۹، ماشومانو ته روحیه ورکړئ، چې خپلې خبرې وکړي؛ پدې توګه هغوی ته د دې احساس ورکوئ چې تاسو یې احساساتو او اندیښنو ته ارزښت ورکوئ، ساتنه ځنې کوئ.

۱۰، د غیر مستند معلوماتو څخه د محتاط اوسیدو سپارښتنه پرې کوئ، د ساینسي او مسندو معلوماتو تر لاسه کولو لارښوونه ورته کوئ.

۱۱، د مثبتو لارښوونو په عملي کولو ورته لارښوونه کول، لکه لاسونه پریمنځل، بیرون د خلکو سره د لاس ورکولو څخه ډډه، له لېري سلام کول، دا چې څومره موده په کور کې دي، د خوراکي توکو رانیولو لړلیک پرې جوړول.

د داسې خبرو لپاره؛ د طنزیه ویډوګانو او کارتوني پرګرامونو له لارې یې بهتر پوهولای شئ.

د تعلیمي رخصتیو په موده کې زده کړو ته څنګه دوام ورکولای شو؟

اول، تر ټولو لومړی باید دا په تصمیم کې ونیسو؛ چې د ماشومانو د نن درس به سبا ته هېڅکله نه پریږدو، ولو که د ماشومانو د شخړو له امله وي او که مونږ ته د ضروري کار راپېښېدو یا هم دفتر ته ضرور بللو له امله. زده کړو ته همدا نن او اوس لومړیتوب ورکړئ.

دویم، پیل له کوچنیو کوچنیو اقداماتو وکړئ لکه (Baby step strategy چې ورته وایي) هر څه له یوې مخې رانیولو سره هېڅ نه ترې جوړېږي، چې دا کار تاسو مایوسه او ستړي کوي او ماشومان هماغسې په خپل حال بیا پریږدئ.

دریم، یو منظم ورځنی پلان لرل، د مثال په توګه:

00: 8:00- 9  تر منځ د ماشومانو بیدارول، مخ و لاس وینځل، غاښونه برس کول، ویښته ږمنځول، شپینۍ لباس بدول د ورځې جامې اغوستل، بستره غونډول (د ماشومانو عمر ته په کتو وخت مخکې وروسته کولای شئ همدا راز د عادت له مخې یې هم وخت تغیر و نظمولئ شئ)

سهار  د  00 – 9 00: 10  ورزش، فزیکي تفریح (قدم وهل، یوګا/ ایروبکس د ماشومانو لوبې او نور) ۲-۳  ګلاسه اوبه څښل، سهارنۍ کول، د ورځې د خوراک څښاک بندوبست کول د “لویانو ” کار دی.

د 10:00 – 11:00 تعلیمي بوختیا (چې د اسکرین یا ډیوایسز نه غیر تر سره کېږي)  لکه لوستل، کورنۍ دنده لیکل، فلش کاردنو یا ښوونیز ( Academic tools)  وسایلو کارول .

11:00- 12:00 پورې نوښتیزې بوختیاوې، لکه رسمول، رنګول، نظم و شعر لوستل، د لوبو په توکو لوبې کول، پخلي کولو (چل زده کول) بوختیا .

12:00- 12:300 غرمنۍ کول.

12:30 -1:00 د کور په کارونو کې مرسته، لکه د اشپز خاني راټولول، د دروازو، کړکیو ښېښو، میز وچوکیو پاکول، د تشناب / کمود او د کور د دروازو او برقي ساکیټونو وغیره صفایي کول.

1:00- 2:30  پرسکونه (له سکونه ډک) وخت ( د ماسپښین لمونځ، عبادت، مطالعه او خوب او نور…

2:30-4:00 تعلیمي مصروفتی (چې دا مهال له ډیوایسز څخه استفاده کولای شئ)

4:00-5:00، لوبي او فزیکي بوختیا.

5:00-7:00  وقفیي وخت (ټي وي پرګرامونه کارټون لیدل او نوري تفریحي لوبي…)

7:00-8:00 د شپې ډوډۍ .

8:00-9:00 پورې د کورنۍ سره یو ځای وخت (ټوکي ټکالي، یو بل ته کیسې کول او نور…)

9:00 نه وروسته د خوب چمتوالی.

څلورم ، پیل د داسې موضوع څخه کوئ چې ماشومانو ته په زړه پورې وي او هم یې ورته زده کول مهم وي.

پنځم، لږ تر لږه د ماشومانو عمر ته په کتو ورسره  تمرین کول، لکه  څلور کلن سره یو ساعت (یعني هر کال کې ۱۵ دقیقي توپیر) او شپږ کلن ماشوم سره نیم ساعت.

شپږم،  د لږ لوړ عمر لرونکو ماشومانو ” لومړنیو زده کړو” لکه ( شخصي اکیډمي، کورس اړوند، مختلف اپلیکشنونه او د معلوماتي کټګورۍ پرګرامونه او نور) څخه پیلولئ شئ، د کوم په وسیله چې د ۲۱ پیړۍ د پرمختللیو سرچینو څخه معلومات ترلاسه کولای او مهارتونه زده کولای شي.

اووم، د لیک لوست، تفریح او لوبو لپاره بیلابیل ځایونو معلومول (د خپل کور/ بلاک یا اوسیدو ځای ته په کتو).

اتم، تجروبوي تکتیکونو څخه د کار اخیستلو کوښښ وکړئ ( لکه ورځیني، اکاډمیکې بوختیاوې، د د زده کړې اهداف او نور ښوونیز وسایل تر هغه تغیر و تبدیلوئ، تر څو چې ستاسو له اهدافو سره برابر یا همغږي نه شي)

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ