سپورټ کرکټ مخکښان

وېل پارکر به په بېګ باش لیګ کې د قیس احمد ځای ډک کړي

د اسټرالیا بېګ باش لیګ لسم پړاو د روان کال ډېسمبر میاشتې په ۳ یمه پېلېږي.

په دې لیګ کې لوبډلو سر اوسه د لوبغاړو اخیستل پیل کړي، چې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان خپلو پخوانیو لوبډلو رېټاین کړي دي.

په دغو لوبو کې قیس احمد له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره لوبېدلی دی، خو سږ کال یو خبر داسې هم شته، چې ښایي د دغه افغان غوره بالر ځای د اسټرالیا ځوان لوبغاړی او لیګ برېک بالر وېل پارکر ډک کړي.

د هوبرټ لوبډله هڅه کوي، چې د قیس احمد پرځای سږ کال پارکر ولوبوي.

پارکر اتلس کلن دی، د اسټرابلیا د ویکټوریا سیمې اوسېدونکی دی او تېر اوړي کې یې د خپلې سیمې ویکټوریا لپآره لوبې پیل کړي دي.

دی په خپلو ولایتي لوبو کې ښه ځلېدلی او هوبرټ لوبډله یې د قیس احمد پرځای د لوبولو تکل لري.

که څه هم د اسټرالیا لیګ کې د لوبډلو مالکان هڅه کوي، چې ځوان لوبغاړي لوبډلو ته جذب کړي، خو ځینې داسې لوبغاړي هم شته چې هغوی له ښوونځیو د جذبېدو په حال کې دي او غواړي چې لوبې وکړي.

د استرالیا کرکټ بورډ د لوبو لپآره داسې سیستم هم لري، چې ډېری لوبغاړی د سکول لېول یا د ښوونځیو په کچه رسمي لوبې لري او له هغه ځایه مسلکي کرکټ سره ډېر اشنا وي او بیا له ښوونځي څخه له فارغېدو سره سم ښه کرکټر هم وي.

د هوبرټ لوبډلې روزونکی ادم ګرېفېت وایي قیس احمد سره سږ کال تړون نه غځوي.

قیس احمد په ۲۰۱۸ او ۱۹ کې ۱۲ وېکټې اخیستې وې او پروسږ کال یې ۱۵ لوبو کې ۱۲ وېکټې اخیستې وې او ۸ اعشاریه ۱۴ یې ایکانومي وه.

د هوبرټ لوبډلې د سپېن توپ اچونې روزونکي کرېګ هو وارډ وایي، لوبو پرمهال د برېسبېن لوبډلې لېګ برېک بالر سوېپسن ځان ښه ثابت کړی دی.

قیس احمد

نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په ۲۰۰۰ کال کې زېږېدلی دی او اوسمهال ۲۰ کاله عمر لري.

هغه په ۲۰۱۹ کې افغان ملي لوبډله کې شامل شو او لا هم افغان لوبډله کې لوبېږي.

هغه په افغانستان شپږیزه لیګ، افغانستان پرېمېئرلیګ، لس اوریز لیګ، سي پي اېل، بنګله دېش، بېګ باش او نورو لیګونو کې لوبېدلی دی او ځان یې د یو غوره بالر په توګه ثابت کړی دی.

بېګ باش لیګ

یاد لیګ په ۲۰۱۱ او ۱۲ کې تاسیس شوی دی، چې د یو کال په ډېسمبر میاشت کې پېلېږي او د نوي کال په فبروري میاشت کې پای ته رسېږي.

سږ کال د دې لیګ لسم پړاو د ډېسمبر په ۳ یمه په اسټرالیا کې پېلېږي او د ۲۰۲۱ د فبروي په ۶ مه پای ته رسېږي.

۲۰۱۱ او ۱۲ کې یې اتلولي سېډني سېکسرز وګټله، پېرته سکارچرز ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

۲۰۱۲ او ۱۳ کې یې اتلولي برېسبېن هیټ وګټله او سکارچرز ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

۱۳ او ۱۴ کې یې اتلولي پېرت سکارچرز ګټلې وه او هوبرټ هرېکېنز ته یې ماته ورکړې وه.

۱۴ او ۱۵ کې یې اتلولي بیا هم سکارچرز ګټلې وه او سېډني سېکسرز ته یې ماته ورکړه.

۱۵ او ۱۶ کې یې اتلولي سېډني تندر خپله کړه او مېلبورن سټارز ته یې ماته ورکړه.

۱۶ او ۱۷ کې یې اتلولي پېرت وګټله او سېکسرز پایلوبه کې ماته شوه.

۱۷ او ۱۸ کې یې اتلولي اډیلایډ سټرایکرز واخېسته او پایلوبه کې یې هوبرټ هرېکېنز ته ماته ورکړه.

۱۸ او ۱۹ کې یې اتلولي مېلبورن رېنېګېډز واخېسته او پایلوبه کې یې مېلبورن سټارز ته ماته ورکړه.

۱۹ او ۲۰ کې یې اتلولي سېډني سېکسرز اتلولي ترلاسه کړه او مېلبورن ستارز ته یې ماته ورکړه.

سږ کال بیا هم اته لوبډلې لوبېږي.

محمدنبي عیسی خېل له مېلبورن رېنېګېډز سره، راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز سره، مجیب الرحمن او ظاهرخان له برېسبېن هیټ سره او قیس احمد له هوبرټ سره لوبېدل؛ خو سږ کال قیس احمد سره هوبرټ لوبډله لوبییز تړون نه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ