مارچ 3, 2021

قیس احمد: تل هڅه کوم، چې خپل هیواد او هیوادوالو ته خوښي راوړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د کرکټ افغان لوبغاړی قیس احمد چې د نړۍ په ګڼو کرکټ لیګونو کې لوبېدلی وایي، تل خوارۍ کوي تر څو خپل وطن او وطنوالو ته خوښي وروبخښي.
هغه چې د کرکټ سل توپونو په لیګ کې تازه د ویلش پایر لوبډلې سره یوځای شوی وایي، زه به په یاد لیګ کې هم د هیوادوالو د دوعاوو په مټ ښه وځلېږم.

قیس احمد لیکلې:
‹‹لومړی د پاک رب ج ډیر شکر ادا کوم بیا د خپلو ټولو خوږو هیوادوالو مننه کوم چې زه یې تل په خپلو دعاګانو کې یاد ساتلی یم ستاسو درنو وطنوالو د دعاګانو برکت دی چې تل د وطن او بیرغ ځلولو لپاره میدان کې ښه ځلیږم.
نن بیا ستاسو دعاګانو او زما د خواریو په پایله کې نن د انګلستان سل بالیز تجاراتي لیګ کې (Welsh Fire) لوبډلې کې غوره شوم.
زه به هلته هم پوره خواري وکړم چې د خپل زوریدلي افغانستان او خپل ملي بیرغ نوم د نورو همسنګره ملګرو او په یاد لیګ کې د لوبیدونکو افغان لوبغاړو سره په شریکه وځلوم.
خوږو وطنوالو مونږ په دعاګانو کې یاد ساتﺉ مونږ به خپله خواریانې کوو چې خپل وطن او وطنوالو ته خوشحالي وروبخښوو.››

قیس احمد اوس د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې اخته دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي