اپریل 19, 2021

ژر قضاوت مه کوٸ

ژباړه

وروسته له دې چې ماشوم مې وزېږېد، ٤٠ ورځې د مور په کور کې پاتې شوم.

په څلوېښتمه ورځ مې خاوند زنګ وواهه او ويې ويل: غواړم درپسې درشم، ځکه چې له تا پرته کور هېڅ ارزښت نه لري.

ومې غوښتل ناز وکړم، څلورو مجردو خويندو مې هم وهڅولم نو ومې ويل: نه، نه درځم دوه اونۍ نور هم د مور کور کې پاتې کېږم. البته دا مې د خويندو خبره وه، ما يې هم خبره ومنله. نارامه شو او کوښښ يې وکړ چې قانع مې کړي!

غرمه يې بيا زنګ وکړ او ويې غوښتل کور ته لاړه شم، خو ما بيا په خپله خبره ټينګار وکړ.

نور يې زما سره خبرې ونه کړې او بيا يې احوال وانخيست دا چې دوه اونۍ وروسته راغى او زه يې د مور له کوره يوړم.

په لاره کې یې راته وويل: ما وغوښتل راشم تا کور ته يوسم، خو تا ضد وکړ، ما هم په کور کې يوازې ژوند نشو کولاى دويمه ښځه مې وکړه او د کور دويم پوړ يې ځاى دى.

هڅه مې وکړه خبرې ورسره وکړم، چيغه يې کړه: که د پلار په کور پاتې کېږې پاتې شه او که له ما سره راځې نو راځه! يقينا زما ټاکنه هم، دا وه چې ورسره لاړه شم او د دويمې ښځې څېره يې ووينم اوځان ترې باخبره کړم.

کله چې کور ته دنننه شوم له ډېرې غوسې او حرص وسوځېدم، ځکه د جګو بوټونو د پوندو غږونه مې اورېدل چې مدام ګرځي دې، غږونو زما غوږونه کڼول او له غوسې يې وژلم، خاوند مې هره شېبه پورته تلو، څه چې زما وينه يې په جوش راوستله د بوټونو ټکا وه. يانې فکر مې کاوه چې ٢٤ د خاوند لپاره ځان سينګاروي او په کور کې قدم وهي.

دوه ورځې وروسته مې خاوند راغى او ويې ويل بايد چمتو شې، د ناوې ستړې مشې ته لاړه شه او دا هم په زور/ اجباري دى.

خپل تر ټولو ښه کالي مې واغوستل او دواړه پورته لاړو، د دروازې مخ ته ودرېدو، کوم وخت چې خاوند مې وغوښتل کيلي راوباسي او قلف پرې خلاص کړي، همدا چې د ور د خلاصېدو غږ يې واورېد، د دروازې په لور يو کس راغى، ما هم د بوټونو د ټکا په اورېدو خپل ځان کنټرول نه کړاى شو او بېهوښه شوم.

خاوند مې پر مخ اوبه شېندلې ويل یې پورته شه وګوره، چې په هوښ راغلم يو پسه مې وليد چې پښې يې په پيپ کې دي.

ويې ويل دا ستا او ماشوم د سلامتيا لپاره قرباني ده. يوازې تېروتنه چې دې وکړه نه غواړم بيا ځلي تکرار کړې او له ماسره ضد مه کوه…

پسه… دا ټول وقت يو غږ هم ونه کړ لکه له خاوند سره مې چې هملاسې شوى و او زما حرص يې راپاراوه.