- ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري
د بدن دفاعي سیسټم ډېر پېچلی دی، دنده یې له مېکروبونو سره مبارزه ده. د دې سیسټم د پیاوړي کولو په خاطر موږ ټول اړ یو داسې خواړه وخورو چې د ویروسونو او ناروغیو پر وړاندې مو غښتلي کړي. دلته مو هغه خواړه درپېژندلي دي چې د بدن دفاعي سېسټم پیاوړی کوي.
هوږه:
زنجبیل یا سُنډ:
سره بانجان:
اسید فولیک، ویټامین A او C لري. کلسیم، فسفر، پتاشیم، سودیم، لږ اوسپنه، مس، فایبر پکې شته. په کمه اندازه ویټامین بي B3 ، B1 B2 او B5 لري. اشتها پاروونکی، د ستړیا او ستومانۍ ضد، د عصبي سیسټم، زړه او د وینې د بهیر قوي کوونکی خاصیت لري. بله ځانګړنه یې دا ده چې د سرطان ضد، سترګو، دفاعي سیسټم، پوستکي او زړه ته ګټور دي.
ویټامین سي:
مرچ:
تازه مرچ ډېر زیات بیتاکاروټين لري، ویټامین C، ویټامین A، کپسایسین، کارتینوییدونه هم پکې شته. بیتاکاروټین، ویټامین A او C د وجود دفاعي سیسټم پیاوړی کوي، ستوني درد او رېزش ورکوي، د وینې شکر هم کنټرولوي، ځکه چې موجوده کپسایسین او ویټامیونونه د وینې انسولین تنظیموي. د سرطان مخنیوی کوي. میګرني او سینوزیت سردردونه ورکوي.
کچالو:
وریجې:
وریجې مضر غوړ، کلسټرول او سودیم نه لري، نو وزن نه ډېروي (چې سپورې پخې شي) سودیم يې کم دی، نو د وینې فشار سموي. نامحلول فایبرونه لري، نو له سرطانه مخنیوی کوي. طبیعي انتي اوکسیډانتونه (ویټامین C، A، فینولیک او فلانویید) لري. له الزایمره مو ساتي. سربېره پر دې د وجود دفاعي سیسټم ځواکمنوي.
لوبیا:
ډېر زیات پروټين لري او ویټامینونه (B، D ، C)، فایبر پکې شته. ډېر زیات انتي اوکسیډانټونه لري چې له سرطانه مو ساتي.
پیاز:
پیاز د وجود د پياوړي کولو لپاره ډېر شیان لري، لکه ویټامین (C ،B ،A)، فسفر، کلسیم، پتاشیم، سودیم. د سرطان مخنیوی کوي، سور پياز د سینې او کولمو سرطان ورکوي. د کرکټین په نامه انتي اوکسیډانټ پکې دی چې د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. د سړې هوا له کبله ناروغۍ ورکوي. د معدې له ټپ او التهابه مو ساتي. د وجود مقاومت لوړوي.
هېره دې نه وي چې دا او دې ته ورته خواړه تاسو د ویروسونو پر وړاندې غښتلي کوي او ځینې يې تازه وخورئ.
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي