مارچ 6, 2021

خواستګارانو ته د قشقایي قوم نجونو هنرمندانه ځواب ورکول!

Advertisements

ژباړه: نسیمه محمدي
د قشقایي قوم نجونې خپلو خواستګارانو ته د مثبت او منفي ځواب ورکولو لپاره په زړه پورې سبک لري، چې د دې قوم یو له پخوانیو رواجونو څخه شمېرل کېږي.
د قشقايي قوم نجونې خپلو خواستګارانو ته څه ډول ځواب وایي؟

د قشقایي قوم نجونې خپلو خواستګارانو ته په زړه پورې او هنرمندانه ځواب ورکوي. هر قوم د خپلې ځانګړې طریقې سره د خواستګارۍ او د نجلۍ کورته په مرکه تللو دود تر سره کوي او د ناوې کورنۍ هم په ځانګړې طریقې سره د مقابل لوري ځواب ورکوي.
اوس وخت ټولو قومونو ښاري ژوند کولو ته مخه کړې او نور نو پخواني رواجونه خواستګارۍ ته په ځواب ورکولو کې ډېره کمه ونډه لري او لیدل کېږي. یوه له دې طریقو څخه د قشقایي قبیلې نجونې وې، چې خپلو خواستګارانو ته به یې په ډېر هنر ځواب ورکوو.
 

که به چېرې د نجلۍ ځواب خواستګارانو ته مثبت وو، یوه قالینه چې د زمري انځور لکۍ به پورته وه، اوبدله او مقابل لوري ته به یې استوله! د زمري انځور چې لکۍ به یې ښکته وه د منفي او نه ځواب په معنا وه.

د قشقایي قبیلې په اړه
قشقایان یا د قشقايي قبیله د ایران یو له قبیلوي ګروپونو څخه دی، چې ډېری یې لر، کرد، عرب او ترک ريښه لري، دي مګر زیاتره قشقایان ترک ټبره دي او تقریبا نېږدې ټول په ترکي او لوېدیځ اغوز ژبه خبرې کوي، چې په خپله یې ترکي بولي. اکثره قشقایان شیعه مذهبه دي.
د دې قبیلې اصلي مرکز د ایران سهېلي برخې ښارونه دي. مګر د سرحداتو او اراضي د پراختیا له امله په نورو ښارونو کې هم استوګن دي. له دې ډلې کولای شو د لهګیلویه او بویر احمد، چهار محال او بختیاري( بروجن، سامان، کیان، جونقان، بلداجي، طاقانک)، خوزستان( هفتکل، قلعه تل)، اصفهان(د سميرم برخې، شهرضا، دهاقان، فریدن، د لنجان ښار بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه د دې ښار مرکز د زرین شهر شاوخوا، بیستګان، بابا شېخ علي او چم)، قم او بوشهر( دستشان او دشتي) ښارونه یادولای شو.
قشقایان په تدریجي ډول د ایران  خاورې ته کوچېدلي او استوګن شوي دي. ترک ژبي قبایل د ایران په لر او بر کې خواره شوي. د ترک قبایلو ځای پر ځای کېدل د ایران په خاوره کې د سلجوقیانو، تېموریانو او صفویانو په دوره کې زیات شول. د قشقایي قوم شمېر د ۱۹۸۶ کال د تخمین له مخې نیم مېلیون وو او اوس وخت ۹۲۳۰۰۰ نفر تخمین شوي دي.

سر چینه: نمناک

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ