کلتور او هنر له نړۍ

استاد قاري عبدالباسط؛ هغه ملکوتي غږ چې په اوریدو یې لسګونه کسان مسلمانان شوي

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د نړۍ یو له ترټولو خوږ لرونکو کسانو، چې غږ یې خوندي پاتې دی او ټول مسلمانان د زړه له تله مینه ورسره لري؛ یو هم مشهور قاري استاد عبدالباسط دی.
په دې مطلب کې به د نوموړي له ژوندلیکه خبرشئ.

زوکړه
استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد سلیم داود په ۱۹۲۷ زیږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.
هغه د مصر اصلي استوګن و، خو ټولې اسلامي نړۍ پرې ویاړ کاوه.
استاد باسط د ارمنت ښار په «المزاعزه» کلي کې زوکړی و.

کورنۍ/ شجره او ژوند

د هغه پلار عبدالصمد هم د قرآنکریم د حفظ او تجوید له مخکښو استادانو څخه و.

د استاد باسط کورنۍ شجره کردانو ته رسیږي؛ د هغه کورنۍ د صلاح الدین ایوبي د لشکر کشۍ پر وخت مصر ته کډواله شوې وه.

عبدالباسط په ۶ کلنۍ کې د ارمنت ښار په مکتب القرآن کې شامل او په لس کلنۍ کې یې د قرآن عظیم الشان قاري شو.

استاد عبدالباسط په ۱۲ کلنۍ کې د خواږه غږ په برکت خورا مشهور شو، له دې کبله ورته له هر ښار او سیمې بلنې راتلې څو هلته لاړ او د قرآن عظیم الشان تلاوت پخپل ملکوتي غږ ورته وکړي.

هغه په ۱۹۵۰ کې یو لړ مذهبي مراسمو ته د احزاب سورت تلاوت کړ.

د دغه تلاوت له کبله، چې څه باندې یو ساعت دوام یې وکړ، خورا مشهور شو.

یو کال وروسته یې د مصر په راډیو کې هم خپل ملکوتي غږ ثبت او بیا قاهرې ته کډه وکړه.

شهرت

عبدالباسط وروسته هر وخت او خاصتاً په روژه کې ګڼو اسلامي هېوادونو سفرونو ته باله، څو د قرآن عظیم الشان د ختم په مراسمو کې برخه واخلي او خلک له خپل خواږه غږه برخمن کړي.

د دغو سفرونو په لړ کې یو ځل د اندونیزیا په یوه جومات کې دوه نیم لکه کسان تر سهاره د استاد باسط په ملکوتي غږ د قرآن عظیم الشان تلاوت ته په لیکه ولاړ وو.

پردې سربېره د مکې معظمې په مسجد الحرام، د مدینې منورې په نبوي مسجد، د قدس په الاقصی او د فلسطین په ابراهیمي مسجد کې هم استاد باسط ته زرګونه تنه د تلاوت اوریدو لپاره ټول شوي وو.

د کافرو مسلمانیدل

استاد باسط پخپل ژوند لیک کې لیکلي، چې څوارلس ځلې یې د امریکا مېشتو مسلمانانو په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی.

د هغه په وینا هلته په لاس انجلس کې ۶، په اوګاندا کې ۹۲ او په نورو څو مجلسونو کې ۷۲ کسان د ده د غږ له برکته مسلمانان شوي او ایمان یې راوړی.

مړینه

استاد عبدالباسط تر ډېر ویاړلي او اسلام ته له خدمته ډک ژوند وروسته په ۱۹۸۸ کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

د ارواښاد په ملکوتي غږ د قرآنکریم ثبت شوي تلاوتونه تراوسه په نړیواله کچه خورا مینه وال لري، چې له هر ځل اوریدو سره یې د مرحوم روح ته اجرونه په نصیب کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي