لاهور قلندرز لوبډله وایي؛ د پاکستان په سوپرلیګ کې د راشدخان توپ اچونې ته سخت انتظار کوو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پاکستان د کرکټ کورني تجارتي لیګ (PSL) ته د لوبغاړو د پیر مراسم څو ورځې وړاندې د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول، چې پکې پنځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځان ته واخیستل.
د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.
محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شول.
په یاد لیګ کې د راشد لوبډلې لاهور قلندرز پر خپلې رسمې ټویټرپانې د راشدخان په اړه ویلې، چې په بې صبرۍ سره په پي ایس ایل کې د راشدخان د توپ اچونې انتظار کوو.


د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.
اسلام اباد یونایټیډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز او کراچۍ کینګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به ولوبیږي.
سږ کال د دې لیګ ټولي لوبې د پاکستان په کوربتوب دوو ښارونو لاهور او کراچي کې ترسره کیږي.
د نورو کلونو خلاف داځلې پاکستان دې لیګ ته د پوره چمتوالي ترڅنګ زیات خوشبینه دی، هغه ځکه سږ کال یې لوبې خپل هیواد کې دي او د نورو کلونو په پرتله پکې نامتو او تکړه لوبغاړي اخیستل شوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو ... نور ولولئ