فبروري 25, 2021

قېس احمد نړيوال شل اووريز کريکټ په بريا پيل کړ!

قېس احمد چې اوس ۱۹ کاله عمر لري، تر دې دمه یې د افغانستان لپاره هیڅ نړیواله شل اوریزه لوبه په ملي لوبډله کې نه وه کړې او لومړۍ نړیواله شل اوریزه کرکټ لوبه یې د ملي لوبډلې د لوبغاړي په توګه د مارچ په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه کرکټ لوبه د ایرلېنډ خلاف ترسره کړه.
دې لوبه کې قېس احمد درې وېکټې واخېستې.

کېوېن اوبراین یې په ۲۶ منډو په کېچ سره له مېدانه بهر کړ، هري ټېکټر یې په ۳۱ منډو په کېچ اوت سره رخصت کړ او شېن ګېټ کېټ یې په ۵ منډو له مېدان څخه وویست.
قېس احمد په ۶ اعشاریه ۲۵ ایکانومي توپ اچونه وکړه، یعنې هغه په هر اوور کې ۶ اعشاریه ۲۵ منډې ورکړې.

که د قېس احمد ایکانومي وګورو په شل اوریزو لوبو کې بالکل د ستایلو وړ ایکانومي ده، داسې ایکانومي هرڅوک نشي کولای.
په شل اوریزو لوبو کې توپ وهونکي هېټ کوي او چټکه توپ وهنه نندارې وړاندې کوي، چې زیاتره بالران پکې ډېر ټکېږي؛ خو هغه بالران بریالي وي او کمې منډې ورکوي، چې مجرب وي، هوښیار وي او یا هم سوېنګ یا سپيډ ولري.
که څه هم قېس احمد لېګ برېک بالر دی؛ خو د بالېنګ ترسره کول یې په هوښیارۍ سره دي همدا علت دی، چې ښه ځلېږي.
هغه په بېګ باش لیګ کې د هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې لپاره د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کال پړاو خورا ښه توپ اچونه وکړه او یو ځل یې هېټرېک هم وکړ.
لنډه دا چې د قېس احمد فېټنېس او توپ اچونه بالکل برابره ده او یو ښه لوبغاړی دی.
نوین الحق او درې وېکټې اخېستل یې

نوین الحق هم شل کاله عمر لري دی په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي، د ده جذبات او د لاس زاویه له ده سره کومک کوي، چې ښه توپ اچونه وکړي.
د بنګله دېش سوداګریزو لوبو پرمهال یې ښه توپ اچونه وکړه او حتی سوپر اوور کې یې هم د مجیب دې خلاف ښه اوور وکړ.
له هغې وړاندې یې د ویسټ انډیز خلاف لوبو کې هم د پولارډ خلاف جذباتي توپ اچونه وکړه.
اوس یې د ایرلېنډ خلاف درېیمه شل اوریزه لوبه کې د مارچ په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ درې وېکټې واخېستې، ۴ اورونو کې یې ۲۱ منډې ورکړې او په ۵ اعشاریه ۲۵ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
که وګورو د لوبې د بالېنګ برخه کې د ځوانو لوبغاړو ونډه ښه وه او دا د دوی په ښې وړتیا دلالت کوي.
نو که سر له اوسه ځوانو لوبغاړو ته لوبډلو کې په تدریجي ډول وخت ورکړل شي، راتلونکي کې به د زړو لوبغاړو ځای په مثبت ډول ونیسي او پایلې به یې ښې وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*