پر پاکستاني انور علي د قیس څلور شپږیزې او د لوبې بريا

د سریلانکا سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام شلمه لوبه تېر ماخستن ترسره شوه، په دې لوبوکې ډمبولا وایکېنګز او کولمبو کېنګز لوبډلې مخ شوې.
په دې لوبه کې ډمبولا لومړی توپوهنه وکړه، یادې لوبډلې په شل اورونوکې د ۳ وېکټو په نقصان سره د ډېکوېلا د ۶۵ منډو او انجلیو متیوز د ۷۴ منډو په مرسته ۲۰۳ منډې وکړې.
قیس احمد په ۴ اورونوکې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې هم واخېستې.
په توپوهنه کې د قیس احمد برجسته رول
قیس احمد هغه مهال په شپږمه وېکټ توپوهنې ته راښکته شو، چې لوبډلې یې هیټ یا ځواکمنې توپوهنې ته اړتیا لرله. هغه د هیټر او فېنېشر رول د کولمبو کېنګز کرکټ لوبډلې لپاره ادا کړ، په ۲۲ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله، چې ۵ شپږیزې او ۲ څلوریزې پکې شاملې وې.
هغه په ۵۰ منډو کې ۳۸ یې یوځې په بونډریانو وکړې.
هغه په نولسم اوور کې د انور په توپونو د شپږیزو باران جوړ کړ او په څلورو شپږیزو وهلو سره یې لوبې ته د پای ټکی کېښود.
هغه د نولسم اوور لومړی توپ شپږیزه کړ، دویم توپ یې هم شپږیزه کړ، درېیم توپ یې د اسمان څکې شپږیزې لپاره واړاوه او پنځم توپ یې هم شپږیزه کړ او لوبې ته یې په شپږیزې سره د پای ټکی کېښود.
هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه او لوبډله یې هم لومړۍ نیمه پایلوبې ته ورسوله.
سبا یکشنبه به کولمبو کېنګز کرکټ لوبډله د قیس احمد په شتون کې له ګال ګلېډېئټرز کرکټ لوبډلې سره لومړۍ نیمه پایلوبه ماښام مهال ترسره کړي.
دویمه نیمه پایلوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ډمبولا وایکېنګز او جېفنا سټایلیئنز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
قیس احمد او رول یې
قیس احمد په ټولو افغان لوبغاړوکې چې په دغه لیګ کې اخیستل شوي دي، تر ټولو زیات ځلېدلی دی.
هغه له دې وړاندې یوه لوبه کې درې وېکټې اخیستې وې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې تر لاسه کړې وه.
نوموړي په دې لوبه کې ۸ منډې ورکړې

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي