سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د سریلانکا لیګ کې د دوو افغان اوپنرانو مقابله ده

 

د سریلانکا په لانکا سوداګریز کرکټ لیګ د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۶ ماښام مهال پيلېږي.

په دغه لیګ کې حضرت الله ځاځی، کریم خان صادق، قیس احمد، سمیع الله شینواري، رحمان الله ګربز، افتاب عالم او نوین الحق اخیستل شوي دي.

 لومړۍ لوبه کې دوه افغان اوپنران د یو بل پر وړاندې

کریم خان صادق چې په کولمبو کېنګز کرکټ لوبډله کې لوبېږي، نن پنجشنبه یې لومړۍ لوبه له کېنډي ټوسکرز لوبډلې سره ده، په ټوسکرز لوبډله کې رحمان الله ګربز اخیستل شوی دی.

په کېنګز لوبډله کې بیا کریم صادق سره قیس احمد هم شتون لري.

د کولمبو کېنګز کرکټ لوبډلې تېره اونۍ اعلان وکړ، چې کریم خان صادق به یې اوپنر توپوهونکی وي، که نن کریم خان صادق د دې لوبډلې لخوا اوپننګ کې ولوبول شي، نو د رحمان ګربز پر وړاندې به ولوبېږي.

بل پلو رحمان الله ګربز هم اوپنر یا پیلیز توپوهونکی دی، چې نوموړی به د ټوسکرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

قیس احمد به هم خپل لیګ بریک بال د کېنګز لوبډلې لپاره نندارې ته وړاندې کړي.

دویمه لوبه یې د جمعې په ورځ د حضرت الله ځاځي دې او پاکستاني شعیب ملک دې ترمنځ ده.

حضرت الله ځاځی هم اوپنر یا پیلیز توپوهونکی دی، چې د ګالي ګلېډېئټرز لپاره به اوپننګ وکړي.

درېیمه لوبه کې بیا درې افغان لوبغاړي شتون لري، چې ډمبولا وایکېنګز کې افتاب عالم او سمیع الله شینواری شامل دي او ټوسکرز لوبډله کې رحمان الله ګربز شته دی، د دوی لوبه د شنبې په ورځ ماسپښين دوه نیمې بجې ده او ورپسې لوبه کې بیا ماښام شپږ نیمې بجې حضرت الله ځاځی او کریم خان صادق مخ کېږي.

لنډه دا چې که چیري لوبډلې افغان لوبغاړي له یوولس کسیز سکواډ ډراپ نه کړي، نو د لیګ په هره لوبه کې به د افغان لوبغاړي شتون وي.

لانکا په نامه لیګ د لومړي ځل لپاره په سریلانکا کې د اووه افغان لوبغاړو په شتون کې پېلېږي او د ډېمسبر په ۱۶مه پای ته رسېږي.

تاسو د یاران لوستونکي او کرکټ مینوال د چا د لوبې مینوال یاست؟

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ