د “القواعد” لغوي او اصطلاحي پيژندنه

لیکنه او راټولونه:  مهر تاج

د وعدي سره مو اوس درته د قاعدي په هکله لیکنه کړې ده.

“القواعد”:
د “القواعد” لغوي او اصطلاحي پيژندنه:

قاعده دا ده چې د جمعې د الفاظو تشريح کې موږ اړ يو چې د اصل مادې )مفرد( تشريح يې وکړو، ورپسي يې د جمعې وضاحت وکړو؛ له همدې لامله موږ لومړۍ د “قاعدة” توري تشريح کوو چې په لږ فکر د جمعې “القواعد” تشريح هم ترې څرګنديږي.

“ال‌قواعد” عربي توری دی د قاعدة جمعه ده، قادعدة د شي اصل ماهيت ته وايي چې د پښتو لغت کې ورته بيخ، بنياد او بنسټ وايي.

القواعد: بنسټونو ته وايي. له همدې ځای “قواعد البيت” هم اخيستل شوی چې د کوټې بنسټ او يا سنګکارۍ ته وايي.
د ورته تشريح مثال قران شريف کې هم مومو، الله جل جلاله د [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 127] ايت کې فرمايې:

وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرٰهِۦمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمٰعِيلُ…

او هغه وخت (یاد کړه) چي كله ابراهيم (ع) او اسمعيل (ع) ددې كور دېوالونه پورته كول.

“قاعدة” عامه عربي اصطلاح کې هغه‌ کليې قضيې )غونډلې( ته وايي چې خپلو ټولو جزئياتو ته شامله وي.

دا تعريف يې جرجاني رحمه الله په کتتب التعريفات کې داسي نقل کړی:

“القاعدة: قضية کلية منطبق علی جميع [جزئيتها”. ]التعريفات للجرجاني: ص ۱۲۱

“قاعدة” د قاعد مۇنث ده “قاعدة التمثال” هغه لوړ ځای ته وايې چې کاڼي پرې نصب شوي وي. [مصباح اللغة:694].
بنيادي معنی يې د اصل، بنياد او بسنټ راوځي، حموي رحمه الله د الاشباه والنظائر په شره کې ليکي:

“وهي لغةً الاساس”. [الحموي:ج1/ص51].

قران شريف کې بل ځای هم په همدې معنی کارول شوې:

[سُوۡرَةُ النّحل : 26]

قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيٰنَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

له دوی څخه مخکي هم ډېرو خلكو (د حق د ذليل ښودلو لپاره) همداسي دسيسې جوړي کړيدي. خو ګورئ چي الله د هغو د دسيسو كلا له بيخه ونړوله او د هغې چت، له پاسه پر هغو راوغورزېده. او له داسي لوري پرې عذاب راغی چي له هغه لوري یې د راتګ ګومان قدري هم نه ؤ.

اصطلاح کې هغه کلي اصل ته ویل کيږي چې ټولو خپلو اجزاو باندي موافق راځي، او د دې قاعدې پر مټ ترې لاندې احزاء درک کيدای شي.
حموي رحمه الله دا تعريف په داسي الفاظو سره نقل کړی:

“”وَاصْطِلَاحًا حُكْمٌ كُلِّيٌّ يَنْطَبِقُ عَلَى جَمِيعِ جُزْئِيَّاتِهِ لِتَصَوُّرِ أَحْكَامُهَا مِنْهُ”۔
(حموی:۱/۵۱).

قاعدې ته ورته دوه نور توري هم لرو چې يو یې “ضابطة او بل يې “اصل” دی.
حموي رحمه الله يې ترمنځ توپير کړی وايې:

“اَلضَّابِطُ مَايَجْمَعُ فُرُوعًا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ بِخِلَافِ الْقَاعِدَةِ وَهِيَ مَايَجْمَعُهَا مِنْ أَبْوَابٍ شَتَّى”۔
(حموی:۱/۳۱).
ژباړه: ضابطه هغه کلي اصل ته وايې چې د يو باب فروعات ته شامل وي او قاعده هغه اصل کلي ته وايې چې د ډېرو بابونو فروعاتو ته شامل وي.

د “اصل” اړيکه له کلياتو سره وي او د “قاعدې” اړيکه له اکثرياتو سره وي.

“قاعده” د فقهي په اصطلاح کې ګڼ تعريفونه لري چې تر ټولو غوره تعريف يې همدا ده چې:

“حکم کلي فقهي ينطبق مباشرة علی جزئیات کثيرة من ابواب متعددة تفهم منه احکامها”.
ژباړه: )قاعده( هغه فقهي هڅه او کلي پريکړه ده ده چې پر خپلو د ګڼو اړخونو وړو-وړو برخو عملاً تطبيق کيږي او په مټ يې پريکړې او احکام درک کيدای شي.

ننی نوی او مشهور تعريف يې:

“هي الضوابطة الکلية العامة التی تنطبق علی احکام جزئية. مثل:الامر للوجوب والنهي للتحريم”.

ژباړه: )قاعده( هغه عاميانه او کلي اصل ته وايې چې د فروعات حکم مستنبطوي.
مثلا: امر د وجوب او نهي د حرمت لپاره کارول کيږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.