مارچ 1, 2021

د ماشوم د ناوړه چلند دليلونه

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

که له ماشوم سره ښه چلند ونه کړو او یا هم ښه چلند ور زده‌ نه کړو، نو بد چلند پیلوي.
ماشوم ته هر څه باید پر وخت ور وښودل شي او زده شي. که ماشوم په سم وخت کې ښه کار ته ونه هڅوو، نو په راتلونکې کې هر څه ته چې زړه شي هماغه ترسره کوي.
د ماشوم اړتیاوې باید پوره شي که پوره نشي، ناهیلي کېږي او بد چلند ته مخه کوي.
ځینې کورنۍ نه پوهېږي چې له ماشوم سره څه ډول چلند وکړي، له ماشوم سره باید ډېره مینه وکړو، که موږ په پوره مینې سره چلند ونه کړو، نو بیا دوی هم همداسې کېږي.
ماشومان هغه وخت هم بد چلند کوي، کله چې مو عاطفي چاپېریال روغ نه وي.
له ماشوم سره باید ډېره هڅه وکړو، چې نرم چلند وکړو، له توند چلند څخه ځان وساتو، ځکه زموږ خوی خواص ځانته نیسي.
د ماشومانو مخته هېڅکله باید شخړه ونه کړو، ځکه پر دوی بده اغېزه کوي او همدا سبب کېږي، چې په راتلونکې کې یو غوصه‌ناک انسان ترې جوړ شي.
د ماشوم خپلواکۍ او حریم ته باید زیان ونه رسوو.
په هر حالت کې د ماشوم د ستونزو حلولو کې باید ورسره مرسته وکړو، ځکه چې ماشومان مو دومره ډېر ځواک نه لري، چې هره ستونزه په یوازې ځان حل کړي.
که د ماشوم په مینه او روزنه کې افراط کړی وي، په نو راتلونکي کې د بد چلند سبب کېږي.
له ماشوم سره باید د سمو روزنیزو لارو څخه ګټه واخلو، چې په ښه ډول یې پوه کړو.
ماشوم ته باید د ښه چلند ګټې ووایو، چې له بد چلند څخه ځان وساتي.
پر دې هر څه سربېره که بیا هم د ماشوم بد چلند دلیل معلوم نشي، نو باید له ارواپوه څخه مرسته وغواړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ