پیاز؛ او د وېښتانو د تویېدلو درملنه

ژباړه: عایشه حیدري

وېښتان د انسان د ښکلا یوې ځانګړنې په توګه نن سبا د ډېر اهمیت وړ دي، په نننۍ نړۍ کې د وېښتانو د غوره‌ساتنې لپاره خلک له بېلابېلو لارو کار اخلي، چې خپل وېښتان له لاسه ور نه کړي، خو بیا هم ځینې خلک د وېښتانو له توېدلو سره مخ کېږي او په تدریجي ډول د وېښتانو د له لاسه ورکولو له ستونزې څخه رنځېږي.
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې څېړونکي پر دې عقیده دي چې د انسانانو وېښتان ورو ورو کمېږي او له منځه ځي او ښايي په راتلونکې کې د انسانانو د سر وېښتان بېخي وجود ونه لري.
د ژوند په تګلارو، چلن او خوړو کې بدلون هغه مهم ټکي دي چې د وېښتانو د توېدلو لامل ګرځي. د څېړنو پر بنسټ له شیرینیو، قندونو، مالګې، ګازلرونکو څښاکونو او ډېر ویټامین A څخه ګټه اخیستل د وېښتانو د ودې د سستېدو لامل کېږي.
د‌ دې ترڅنګ کله چې یو انسان ناروغېږي، لکه سرطانونو او د معدې په دردونو اخته کېدل د سر د وېښتانو د تویېدو لامل کېږي. همدارنګه اندېښنې هم د وېښتانو د تویېدلو لامل کېږي.
په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د پیازو په وسیله د وېښتانو د توېدلو مخنیوی او درملنې لارې چارې او ځینو ماسکونه په اړه مالومات درکړو.
کراټین او پروټین د وېښتانو اصلي جوړونکې ماده ده چې شتون یې وېښتان پېاوړي کوي او په وېښتانو کې د کراټين کراتین او پروټين لږ شي د وېښتانو د توېدلو لامل ګرځي او وېښتان ډېر کمزوري کوي.
څېړنو ښودلي چې پیاز د کراتینو یوه ښه سرچینه ده، او کولای شي د سر د وېښتانو د ودې لامل شي، خو دا یادونه هم باید وکړو چې هغه کسان چې له پیاز سره حساسیت لري د دغو ماسکونو کارولو وړاندې ارومرو له ډاکټر سره سلا مشوره وکړئ.
له تاسو سره به ارومرو دا پوښتنه وي چې د وېښتانو د تویېدلو مخنيوي او درملنې لپاره څنګه له پیازو څخه ګټه واخلئ؟
په دې لیکنه کې به تاسو ته د پیازو اړین ماسکونه چې ستاسو د وېښتانو د توېدلو مخنیوی او درملنه کوي در وپېژنو:

۱ – د وېښتانو توېدلو درملنه د پیازو د اوبو په واسطه

لومړی د پیاز پوستکی لرې کړئ او ښه یې په اوبو ومینځئ، پیاز اته ټوټې کړئ او په میکسر کې یې واچوئ، وروسته بیا دغه پیاز واخلئ او په یوې ټوټې کې واچوئ چې د پیازو اوبه بېلې شي بیا د پیازو لاسته راغلې اوبه په خپلو وېښتانو وموښئ، سر مو ۳۰ – ۴۵ دقیقو لپاره همداسې پرېږدئ او کله چې ټاکلی وخت پوره شو، نو خپل وېښتان په تودو اوبو او شامپو ووینځئ.
هېر مو نه شي چې دغه کار په اونۍ کې ارومرو یو ځل ترسره کړئ.

۲ – د وېښتانو د توېدلو مخنيوي او درملنې لپاره تر ټولو ښه ماسک

د وېښتانو د توېدلو مخنيوي او درملنې لپاره تر ټولو غوره ماسک د پیازو او کوپرې د غوړيو ماسک دی.
د دغه ماسک لپاره یوه کاچوغه د پیازو اوبو او دوې کاچوغې د کوپرې غوړيو ته اړتیا ده. د پیازو اوبه او د کوپرې غوړي یو بل سره یو ګډ کړئ.
څو څاڅکي نور غوړي، لکه د زیتون او یا هم نور هغه غوړي چې له تاسرو سره شته، په دغه ماسک ور زیات کړئ.
وروسته بیا ماسک په خپل سر وموښئ، دا ماسک یو یا هم یوه نیمه ګړۍ په خپلو وېښتانو پرېږدئ. کله چې ټاکل شوی وخت پای ته ورسېد خپل سر په تودو اوبو او شامپو سره ومینځئ.
دا مو هېر نه شي چې دغه ماسک په اونۍ کې د یو وار څخه زیات ونه کاروئ.

۳ – پیاز او شات، د وېښتانو غوره ماسک

د پیازو دوې کاچوغې اوبه له یوې کاچوغې شاتو سره یو ځای کړئ او ښه یې ګډ کړئ، بیا دغه ماسک په خپل ټول سر باندې وموښئ. وروسته له ۱۵ دقیقو څخه خپل سر په تودو اوبو او شامپو سره ومینځئ.
څېړونکي وايي په اونۍ کې یو ځل د دغه ماسک کارول ګټور ثابتېږي.
د وېښتانو د تویېدلو د مخنیوي لپاره د پیازو او شاتو بل ماسک هم شته. څلور کاچوغې د پیازو اوبه له یوې کاچوغې شاتو سره ګډ کړئ، وروسته بیا دغه ماسک په خپل سر وموښئ.
دغه ماسک نه یوازې دا چې د ویښتانو د توېدو مخنيوی او درملنه کوي د وېښتانو د اوږدېدو لامل هم ګرځي.

۴ – د پیاز او د زیتون غوړیو ماسک

د ویښتانو د توېدو مخنيوي او درملنې لپاره د پیاز اوبه او د زیتون له غوړیو سره ګډ کړئ، او په خپلو وېښتانو یې وموښئ.
دغه ماسک باید د یوې ګړۍ لپاره په وېښتانو پاتې شي، وروسته له دې چې ټاکل شوی یو ساعت پوره شو، خپل وېښتان په تودو اوبو او شامپو سره ومینځئ.

۵ – د پیاز او مستو ماسک

لومړی د پیازو اوبه وباسئ، بیا ۱۰ تر ۱۵ کاچوغو مستې او ۵ یا ۶ کاچوغې د پیازو اوبه سره یو ځای کړئ او بیا یې ښه ګډ کړئ.
د پیازو او مستو ګډ محلول په خپل سر په خورا ارامۍ سره د ۲ یا ۳ دقیقو لپاره وموښئ بیا یې د ۱۰ نه تر ۱۵ دقیقو پورې په خپل سر پرېږدئ. دا کار اونۍ کې ۲ یا ۳ ځلې وکړئ او د پیازو او مستو د ګډ ماسک جادو وګورئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.