بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

خپله پیاوړتیا د دویم ځل لپاره لاسته راوړئ

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

د قرباني کېدلو ذهنیت له منځه یوسئ

دا ذهنیت چې موږ قرباني یو زموږ د ضعیف فکر حاصل دی، کله چې فکر کوئ د قربانۍ رول لوبوئ، پیاوړتیا او خلاقیت مو له لاسه ورکوئ. خو کله چې خپل مسووولیت منئ او د ژوند لپاره مو کوښښ کوئ، پیاوړتیا مو څو چنده زیاتېږي.

تاسو په کنټرول کې یاست

له هغه ځایه چې کولای شئ، خپل غبرګون د هغه څه په اړه، چې له تاسو سره کېږي، کنټرول کړئ. تاسو تل بریالي یاست. پر دې پوه شئ چې تاسو خپله یاست چې د ځان لپاره بدبختي او یا نېکمرغي جوړوئ. او دا یانې ستاسو پیاوړتیا.

څرنګه مسوولیت ومنو

په ژوند کې د مسوولیت منل، یانې هغه څه چې ترسروئ یې او یا هر څه چې لرئ او یا هغه څه چې یاستئ او احساس یې کوئ، د هغه لپاره نور څوک ملامت نه کړئ.

د قاطعیت عامل په ځان کې کشف کړئ

کولای شئ په دقت، د قاطعیت او زړه نه سړېدلو عامل او همدارنګه هغه عوامل چې د تاسو د ناهیلي کېدلو او زړه سړېدلو لامل کېږي، په ځان کې کشف کړئ. هغه وخت وینئ چې حرکت او کار څومره آسانه دی.
یا تاسو غالمغالي یاستئ

غالمغال کول، د کمزورۍ یوه نښه ده، دا چې شور او غالمغال کوئ، د دې ښکاروندیي کوي چې نه غواړئ خپل مسوولیت ومنئ.

څرنګه د غالمغال مخه نیولای شو، دا کار په ځینو کسانو کې دومره عادي شوی چې حتا خپله یې ورته فکر نه وي، له خپل صمیمي ملګري څخه مرسته واخلئ او خپله هم د يوې اونۍ لپاره کوښښ وکړئ چې غالمغال ونه کړئ، هغه وخت دی چې ډېرې آرامه خبرې به ولرئ!

د څه په اړه وغږیږو

‌هغه پېښې چې ستاسو په ژوند کې منځته راځي د غږېدلو لپاره ښه موضوع کېدای شي، ټول هغه نعمتونه چې تاسو یې احاطه کړي یاست، ستاسو د غږېدلو موضوع ده.
په ښه ډول او خوښۍ وغږېږئ او کوښښ وکړئ چې خبرې مو له قدردانۍ څخه ډکې وي.
ټاکل ستاسو په لاس کې دي، تاسو ټاکئ چې څه احساس ولرئ، زړه مو غواړي د ژوند ټیټې ووینئ او یا هم لوړې؟ غواړئ ځان بدبخته کړئ او یا قدردانه واوسئ؟ دا په تاسو پورې اړه لري.

غالمغال کول په ژوند کې هېڅ شي ته بدلون نه ورکوي؛ فقط فعالیت دی چې بدلون راوستلای شي. تاسو هغه پیاوړتیا لرئ چې خپلې غوښتنې لاسته راوړئ. عمل او مثبت فکر درته لاره خلاصوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ