اپریل 17, 2021

پام مو وي، چې په فېسبوک د پیاز عکس پوسټ نه کړئ

نن سبا که یوې خبرې ته متوجه شوې یاست، نو د هر چارواکي، فلمي و هنرې ستورې نیولي تر عام وګړي به د ټولنیزې رسنۍ فیسبوک د بندیدلو یا ځینې پوسټونو ردولو څخه سرټکوي، چې هر څوک یې بېلا بېل لاملونه ذکر کوي.
راځئ نن هم درسره د ورته شکایاتو څخه یو په زړه‌پورې خبر شریکوو.
ځینې ​​’پیاز’ عام دي او ځینې پیاز ممکن فیسبوک لپاره خورا ښکلي وي، چې دوی اجازه نه ورکوي په خپل پلیټ فارم کې یې پوسټ شي.
په دې وروستیو کې د کاناډا یو پلورنځي یوې نوي موضوع ته پام اړولی؛ کله چې یې په ټولنیزو رسنیو فیسبوکپاڼه د خپل پلورنځي لخوا ځړول شوی اعلان لرې شو، دا ځکه چې د دې اعلان انځور د پیازو ؤو، چې د فیسبوک لپاره خورا زړه راښکونکي وو، چې په وجه یې سترګې یا نظر خیره کېده.
وروسته له دې پېښې څرګنده شوه، چې فېسبوک د یوې اعلامیې په خپرولو سره بښنه غوښتي او ویلي یې دي، چې دا یې په اتومات ټیکنالوژۍ کې د غلطۍ له امله شوي.
په کاناډا کې د «والا والا» نومي پلورنځی د خپلو محصولاتو د اندازې او په ذائقه لرونکو خوړو خورا مشهور دی. یاد پلورنځی وايي چې د دوی په ​​استازیتوب په خپور شوي اعلان کې ، دوی په ​​یوه ټوکرۍ کې ځینې پیاز په داسې شکل اېښي وو، چې تر څنګ یې یو پرې یا مات شوی پیاز هم ایښئ و.
د پلورنځي مدیر وايي،کله چې یې د فېسبوک د اعلان ردولو لامل وموند، نو د فیسبوک پدې پرېکړه او د انځور د لېرې کولو په غوښتنه د حیرانتیا تر څنګ خندا هم راتلله ، نوموړي د عکس پوسټ کولو او په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک لخوا د لیږل شوي پیغام په اړه فیسبوک ته عریضه یا هم د ورپېښې ستونزې د حل غوښتنه هم وکړه.
فېسبوک بي بي سي ته ویلي، چې ستونزه د دوی د اتومات ټیکنالوژۍ له امله رامنځته شوې، ځکه چې دا په خپل پلیټفارم کې د «عریانیت/ لوڅوالي» خپرولو مخه نیسي.
فېسبوک وايي، چې دوی دا اعلان بیرته نیولی او دوی په دې مسله شرمنده هم دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي