پر پوتین د وژنې تور؛ وايي خپل سیال ته یې زهر ورکړي

راپور: مهر تاج

د “الکسي نولني” ملګرو او پلويانو يې د روسیه پر ولسمشر “ولادمیر پوتین ” د زهرو ورکولو تور پوري کړی دی.
د مخالف ګوند مشر “الکسي نولني” نږدي کسانو ویلي دي، چې د روسیه په حکومت کې پوتین یواځنی کس دی، چې خپل منتقیدین په غیر مستقیم ډول تر فشار لاندي راولي، او له دوی سره د زورزیاتي نه کار اخلي، دوی ته د مرګ دسیسي جوړوي.
امریکايې چارواکو هم په دې اړه اندیښنه ښودلي ده.
په “کرملن” کې د حکومت ویاند وايي، چې د “الکسي نولني” په ناروغيدو کې حکومت هېڅ ډول ښکلتیا نه لري او د حکومت د سیاسي مخالفینو تورونه یې رد کړي او ویلي یې دي:

«د “الکسي نولني” د ناروغیدو په هکله اوس مهال لا څه ندي روښانه شوي، چې په واقعی زهر ورکول شوي او که نه، پلټنې جریان لري.»

د مخالف ګوند مشر او د حکومت پياوړي منتقد ٤٤ “کلن الکسي نولني ” تیره اونۍ د بې هوښۍ په حال کې د درملني په موخه جرمني ته ولیږدول شو.

الکسي نولني د سایبریا نه د مسکو په لور په الوتکه کې په سفر ؤ، چې بې هوښه شو، او د ده نږدي کسانو بیا وروسته وویل، چې نوموړي ته زهر ورکړل شوې دي.
د الکسي نولني پلويانو د فساد ضد ادارې مشر “ایوان ژدنوف” پرته د کوم ثبوت وړاندي کولو وویل، چې د دا ډول اعمالو ترشا کیدای شي د “پوتین” لاس وي.
د “رویټر خبرې اژانس” د راپور له مخې، “ایوان ژدنوف” دا هم ویلي، چې پوتین د فساد ضد ادارې د کړو وړو نه ناراضي دی، ځکه چې دا او د ده د ملګري نوموړي ادارې لخوا بې نقابه شوي دي.
الکسي نولني اوس مهال د جرمني پلازمینه برلین کې د درملني لاندي دی او ډاکټران په لمړنیو معیاناتو د زهرو شک ښوولی دی، چې الکسي نولني ته ښایي زهر ورکول شوي وي، خو تر دې د په بشپړه توګه دا دعوه ثابته شوې نده چې ګوندې د نوموړي حالت زهرو ورکولو له امله خراب شوی دی.
په ٢٠١۸کال کې هم ورته پېښه کې د روسیه یوه پخواني جاسوس ته په برتانیه کې زهر ورکړل او ووژل شو.
بل لوري امریکایي چارواکو د الکسي نولني د لومړنیو معایناتو په پایلو سخته اندېښنه ښودلي ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مائیک پومپیو” په یوه اعلامیه کې په دې اړه د هر اړخیزو پلټنو غوښتنه کړي او ویلي یې دي، دوی د هر ډول پلټنو ملاتړ کوي، او هر ډول ملاتړ ته تیار دي.
داسي ښکاري چې د روسیې حکومت لا د مخه د تورونو د ردولو لپاره چمتوالی نیولی وي.
الکسي نولني د الوتکي د سفر په اوږدو کې هېڅ ډول خواړه نه دي خوړلي او نه هم څه څښلي، خو داسي یوه ویډیو هم شته، چې الکسي نولني پکې د سایبریا په هواي ډګر کې د چای څښلو په حالت کې لیدل کیږي.
الکسي نولني د روسیه د ولسمشر “ولادمیر پوتین” د سختو منتقدینو له ډلې دی.
الکسي نولني په ځلونو ولسمشر پوتین ته ګوت نیونه کړي ده، او د ده په وړاندې یې خلک راپارولي دي.
نوموړی یو د یوټوب چینل هم لري، چې د دغې لارې خلکو ته خپل غږ رسوي، په کراتو کراتو یې د ولسمشر پوتین د کړنو پر وړاندي لاریونونه هم رابللي.
په دغه لاره کې تر زندان او زولنو هم رسیدلي دی.
الکسي نولني د ٢٠١٨ په ټاکنو کې ولسمشریزو ټاکنو ته د پوتین پر وړاندي نوماند ؤ، خو بیا وروسته د یوې جرمي قضیې په تور د ټاکنو د نوملړ نه بهر کړلی شو.
د بشري حقوقو مدافعینو او د ده ملاتړو دغه جرمي قضیه د ده پر خلاف یوه دسیسه وبلله او ویلي یې و، چې دا یوازې د ده له مخي نه د لرې کولو یوه بهانه وه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب