پوتین: په افغانستان کې وضعیت لاهم کړکیچن دی او تروریزم خطر دی

راپور: بشر درویش

د روسې ولسمشر ویلادمیرپوتین وايي، په افغانستان کې لا هم وضعیت کړکیچن دی.
هغه ویلي چې د تروریزم خطر جدي دی، د مخدره موادو قاچاق ، منظم جرم او انټرنیټ هم ډیر شوی دی.
نوموړي دا خبرې د شانګهای سازمان د  جوړیدو په اړه خبرو کې کړي دي.
ښاغلي پوتین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شانګهای د غړو هیوادونو سرمشریزه به د نومبر په میاشت کې په ویډیو کنفرانس کې جوړه شي، چې په کې به د غړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا باندې خبرې وشي.
پوتین ویلي:

«په افغانستان کې وضعیت لاهم کړکیچن دی. په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې شخړې نه دي هوارې شوي او د ترهګرۍ ګواښ لاهم جدي دی. نشه یي توکي، منظم جرمونه او انټرنیټ هم مخ په ډیریدو دي.»

ډیر نور کار ته اړتیا


د روسې ولسمشر همداراز ویلي؛ د اقتصادي همکارۍ په برخه کې د شانګهای د غړو هیوادونو د اړیکو او اړیکو پراخولو او د ټرانسپورټ او لوژستیک واحد د ټیکنالوژۍ او زیربنا په برخه کې د شراکتونو رامینځته کول او د پخواني اسعارو په تبادله کې ملي اسعارو ته اړول “موږ په دې موافقه وکړه ، ډیر نور کار ته هم اړتیا ده.
د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه به چې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په کې ګډون کوي، په مسکو کې د سپټمبر په نهمه نیټه جوړه شي.
باید وویل شي چې د شانګهای همکارۍ سازمان یو نړیوال سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کې د چین، روسیې، قزاقستان، تاجیکستان، قرغزستان او ازبکستان د مشرانو لخوا تاسیس شوی.
د یادولو وړ ده چې د جون ۲۰۱۷م کال کې په قزاقستان کې ددې سازمان په غونډه کې، د هند او پاکستان غړیتوب د غړو لخوا تصویب شو.
افغانستان ددې سازمان د څارونکې په حیث رول لري.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.