ځوانان او زده کړې ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

پبجي (Pubg) ګېم، منفي اغېزې او زیانونه یې

لیکنه: مهر تاج

اوس چې په ټولو مبایل ګېمونو کې ډېر مشهور دی, هغه (پبجي/ pubg) دی.
په دې ګېم کې کارتوني بڼه ۱۰۰ کسه دي. دغه سل کسه په یو مخصوص ځای کې په پراشوټ تر طیارې ښکته کېږي. په دې نقشه کې ځای ځای کورونه او په هر کور کې بېلابېلې وسلې ترلاسه کېږي. په دې وسیله یو انسان بل انسان په ډېره چالاکۍ او هوښیارۍ سره وژني, په دې وخت کې د برق شارټ یوه کور ته دغه بچ شوي خلک یا کارټونیان راټولوي او سره نږدې کوي.
کوم ځای ته چې دغه خلک راټولېږي, یو بل سره په مخامخ کېدلو, یو د بل کارټون وژني او بریالي کېږي. په پای کې چې له دغو ۱۰۰ کسانو ۱ کس پاتې شو هماغه ګټونکی شي.

ګټونکي ته هم په یو خوراک چکن( چرګ) نازول کېږي بس.

د دې ګېم زیانونه:

لکه څنګه چې کمپیوټر, ټکنالوژۍ, انټرنېټ, ځوانانو او ماشومانو ته ویډیویي ګېمونه خورا اسانه کړي دي،همداسې په لکونو ګېمونو کې پبجي خلک اغېزمن کړي.

کوچنیان څه چې ځوانان یې هم بوخت کړي چې د روغتیا لپاره تاوان لري.

ګېم جوړونکي کمپنۍ ” فن لینډکي ” له خوا ویل شوي:
یاد ګېم کوونکي په ځان د بې باوره کېدو ترڅنګ پر رواني و ذهني ناروغی اخته کېږي.

ـ په پبجي ګېم کې په ګروپي شکل د نورو وژل, املاک یې تباه کول، په ناحقه د دوی له وهلو ټکولو خوند اخیستل, د ګېم په پای کې یوازې یو فرضي چرګ انعام ورکول کېږي.

ماشومان او په ځانګړې توګه ځوان نسل دا ډول ویډیو ګېمونه ډېر کوي او د جرمونو نوې طریقي ځنې زده کوي.

ـ دا د ګېم کوونکو په ذهنونو کې د تشدد، جنګ، جګړې، وهلو ټکولو او وژلو هنر پیدا کوي، چې د دې ویډیویي ګېم مخکې ترې خبر نه وي.

ـ په پبجي ویډیویي ګېم مېشن کې د رڼا د شعاع کثرت, په ګېم کوونکو کې “میرګي ” عارضه پیدا کوي.
او د دې خبر هم ورکوي، چې دا او دې ته ورته نور ګېمونو په ډېر کارولو سره لاسونه رعشه یا بوډۍ نیسي، دا یادونه هم کوي، چې په ګېم کې د برق رفتار ته په کتو، هډوکو او عضلاتو ته ناحقه زیان رسوي.

ـ پر موبایل د ګوتو د مسلسل حرکت له امله ګوتو ته ډېر زیان رسوي.

ـ د دې ویډو ګېم په کولو د سترګو چټک حرکت له امله په سترګو هم بد اثر کوي، مقناطیسي شعاوې یا د موبایل وړانګې له سکرینه، د سترګو د سوروالي لامل کېږي.

ـ خلاصه دا یو داسې ګېم دی چې خونریزي او جرمونه زیاتوي، ګېم کوونکو ته د یوې یوې اسلحې، ټوپک، تمانچې او نور… نومونه ورزده کوي، ترڅنګ یې په دې عملیاتونو کې د استعمال طریقي، تشدد، وهل ټکول، چوپ چاپ په خاموشانه توګه د قتلولو چل ښودل او په کورونو کې دننه سپکې سپورې او غیر اخلاقي الفاظو د کارولو ورزده کول دي.

عام انسان چا چې کله د داسې الفاظو په هکله آن فکر نه وي کړی, ورته عادي کېږي، د دې ګېم له امله یې د ژوند یوه برخه ګرځي او په ټولنه کې په عامه او عادي کارول کېدل خو څه بلکې قبلوي یې, په خپل درون کې ځای ورکوي .

دا چې دا تشدد، وهل ټکول، وژل، جنګونه او غیر اخلاقي خبرې په خلکو، ځوانانو او ماشومانو څومره منفي اغېزي لري او پر ذهني، رواني روغتیا یې څه تاثیرات پرېباسي له دې سره د دې ډول موبایل ګېمونو جوړوونکو کمپنیو هېڅ کار نشته. د هغوی کار یوازې خپل تجارت مخته وړل او پیسې لاسته راوړل دي.

(خپل اولادونه له دې شیانو او ټولنیزو منفي اغېزو لرې وساتئ، خپل مسوولیت ادا کړئ، څو زمونږ راتلونکی نسل خوندي تلوتل( ?) زده کړي، امن پسنده او خپروونکي شي، ګڼې د داسې موبایل ګېمونو او انټرنېټ تر سیورې لاندې اوسېدل به زموږ نسل ته د ادب، اخلاق، صبر، زغم، حیا او همدردۍ الفاظ عیبجن ښکاره کړي. لکه څنګه چې شاهدان یې هم یو!!

راتلونکي نسلونه به مو په دې ډول په متشددو او غیر اخلاقي الفاظو معتجب کړي چې خولې به مو له حیرانۍ خلاصې پاتې وي.

د ځان او ماشومانو د مخنیوي اسانه حللارې:

ـ د یاد ګېم پر ځای، له ملګرو سره یو ځای شئ او چکر ووهئ، له طبیعت نه خوند واخلئ!

ـ کور کې د کرنتین او یوازیتوب پر وخت، د کور پر پاکولو ځان بوخت کړئ، فلم وګورئ !

ـ تر ټولو ښه او غوره حللاره یې لیکل دي.
قلم راواخلئ د خپل ژوند خوږې، ترخې یادیزې ولیکئ!

ـ د هر ملګري/ عزیز په نوم یو لیک ولیکئ!

د ماشومانو د مخنیوي لارې:

ـ موبایل… کې د تفریح لپاره کارتوني ویډیوګانې ورته واچوئ چې ښوونیز اړخ یې درون او علمي پیغام ولري.

ـ د انځور اخیستو، ویډیو کولو هنر ور زده کړئ، مصروف یې کړئ چې ښکلا څنګه انځور, شېبې, ویډیو, عکاسي کړي.

ـ رسامي دې وکړي. دا چاره د ماشومانو لپاره په زړه پورې ده.
تصویري ګېمونه دې وکړي، هغه ذهني ګېم چې پارچه پارچه شوی انځور پکې جوړوي.

ـ موبایل کې د خپل غږ ریکارډ ورزده کړئ چې درس، ترانه یا شعر پکې ووایي او تر اورېدلو وروسته یې هم د خوښۍ احساس وکړي. پر ځان د باور یې ډېر شي او….

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ