ټولنیز ژوند رسنۍ ژوند بڼه کلتور او هنر نړۍ

د پبجي ګېم رواني اغېزې او شرعي حکم یې

لیکنه: مهر تاج

د پبجي ګېم له امله د ځان وژنې یا بل وژلو پېښو پېښېدل کومه نوې خبرده نده هو،  البته د یادو پېښو ډېرېدل د اندېښنې او مخنيوي وړ موضوع ده.

که څه هم دغه ګېم په اروپایي هېوادونو کې په ذهني او اروايي ناروغیو اخته کسانو کې ډېرې بوږنوونکې پېښې ثبت کړي، خو په هغو ټولنو کې چې اولادونه او ځوانان لا هم د والدینو تر کنټرول لاندې دي، د منع کولو په صورت کې د ځان یا منع کوونکي د وژل کېدلو سبب شوي دي. د هغو له جملې نه یو هم هند او پاکستان هېوادونه دي، چې په دې نېږدې وختونو کې ډېرې پېښې پکې رامنځته کېږي.

د تیر کال سپټمبر میاشت کې؛

د هند په ریاست “کرناټک” سیمه کې یو ۲۱ کلن ځوان ” رګهوویر کنبهر” د خپل پلار سر په دې وجه له تنې جلا او وژلی و، چې نوموړی یې د پبجي ګېم کولو څخه منع کړی و. د نوموړي په هکله ویل شوي، چې ده به درسونه نه ویل، او ټوله شپه او ورځ به یې ګېم کاوه، او په رویه/ اخلاقو کې یې هم تغیير راغلی و، مور و پلار به یې تهدید او وهلو. د نوموړي ځوان پلار د “شیکهرپا” محکمې یو تقاعد شوی پولیس ملازم و.

همدا راز په قرنطین کې پرلپسې د پبجي ګېم پېښې هم په هند او هم پاکستان کې ډېرې رامنځته شوي، چې په زياتره پېښو کې، زامنو والدین د منع په صورت کې وژلي یا ځان وژنې کړي، یا يې هم میړونه د ذهني فشار تر غلبې لاندې راغلي او د منع کولو په صورت کې يې خپلې مېرمنې وژلې او له کوره تښتېدلي دي.

ـ تازه؛ تیره اونۍ د پاکستان لاهور ښار پولیسو هم د “پبجي” ګېم په بندولو پرېکړه وکړه.

د لاهور ښار پولیسو په حواله، په څلورو وروځو کې دننه دوه تنو ځوانانو د ویډویي ګېم ” پبجي ” لوبې څخه د منع کېدلو په خاطر، ځان وژنه کړي ده.

پولیسو په دې پرېکړه وکړه، چې په ټولو هغو ګېمونو، چې تاوتريخوالى لري، د بندیز لګولو لپاره به ” پي ټي ای” ته وړانديز وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، د لاهور  ملتان اوسیدونکي، ۱۶ کلن ځوان هغه مهال د ځانوژنې پرېکړه وکړه، چې مور او پلار يې د انلاین ګیم “پبجي” له لوبې منع کولو، هلک په دار ځړولو سره ژوند ته د پای ټکی کیښود. د پولیسو په حواله د ځان وژنه وروسته هم د ده په موبایل کې د “پبجي” ګېم روان و.

له دې پېښې دوه ورځې وړاندې د ښار یو بل شل کلن ځوان هم د همدې ګېم په وجه ځانوژنه کړې وه.

د پولیسو یوه مشر “اشفاق خان” (بي بي سي) سره په مرکه کې ویلي، چې تشدد خپرونکي ګېمونه د ځوانانو د ځان وژنو لامل کېږي او د مړینو شمېر  ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی، دا د افسوس و اندیښنې وړ عمل دی.

نوموړی وایي، چې ګېم د یوې نشې په څېر دی، چې انسان معتاده/روږدی کوي، نو له همدې امله دې، والدین او بچیان ترې ځان ساتي او دا ډول ګېمونه دې ډېر نه کوي.

پر همدې موضوع د هند د ذهني روغتیا ملي انسیټیټیوټ پروفیسر ډاکټر “منوج کمار شرما” (بي بی سي) سره په مرکه کې ویلي وو، کله چې والدین له خپلو ماشومانو موبایل اخلي/ ګېم کولو ته نه پرېږدي، نو په ګېم کې عادت شوي ماشومان ډېر اندېښمن او غوسه کېږي.

د ډاکټر شرما په وینا، ماشومان له بېروني او حقیقي نړۍ څخه لېري پاتې کېږي او دوی ته همدا د ګېم نړۍ ریښتیني او د دوی نړۍ ښکاري.

د ذهني ناروغیو یو بل ماهر ډاکټر “ونود کلکرني” وایي،  داسې رواني مراجعین هم راځي، چې د موبایل ګېمونو معتاد وي، کله چې دې ناروغانو ته د موبایل نه استعمال یا ګېم نه کولو وویل شي، نو غوسه کېږي او په تاوتريخوالي لاس پورې کوي.

کلکرني زیاتوې؛

“دا ډول اشخاص په یو وار سره له موبایل ګېم څخه نشي منع کېدلی، دوی [کاؤنسلنګ] کېږي.

ډاکټر “شرما” بیا وایي، ټکنالوژي ښه شی دی، خو ډېر استعمال یې ګڼ زيانونه لري.

عکس کې د بیت الله شریف ودانۍ ته ورته وداني ښکاري چې یاد ګیم کې ویشتل کیږي

ـ په وروستيو کې د نوې ورژن په زیاتېدو يې، مذهبي بڼه هم غوره کړي، چې یو شمېر مسلمان هېوادونه یې د بندېدلو غوښتنه کوي او په خلاف یې پراخ کمپاینونه پیل کړي دي، نو راځئ چې پدې اړخ یې هم وغږېږو:

د پَبجِي ( PUBG) ګېم کولو  حکم؟

( په پَبجِي ګېم کې شرک دی.

د مدیني محترم فقهه شیخ ”  سلیمان الرحیلي حفیظ الله لیکلي:

“شاوخوا نهه میاشتي وړاندې زما څخه د پبجي ګېم په هکله پوښتنه شوې وه، نو ما د دې د حرمت په هکله فتوا ورکړه  او دا مې وویل، چې دا ډېرې بدۍ لري.

بیا ماته د دې د نوې اپډېټ ورژن په هکله وویل شو، چې پدې نوې ورژن کې یې د بُتانو درناوى کېږي او دا بُت د نفع مالک هم دی، خلاصه هر چا چې د دې بُتانو درناوى وکړ هغه ته به پیاوړې/ قوې اسلحه ورکول کېږي!

دا خو لوی ظلم دی او شرک اکبر دی. لهذا هر مؤمن مسلمان  باندې واجب ده، چې له دې شرک څخه ځان وساتي او هم خپل اهل او اولاد منع او وساتي.”

سوال و ځواب

۱۱۷۰ نمبر مسئله

د پَبجِي ( PUBG) ګېم کولو  حکم

پوښتنه: دلته د کافي ورځو راهیسې د پبجي ګېم کېږي، ځوانان یې په افراطي ډول لوبوي، آیا د دې ګېم (لوبې)  کول سم دی؟  ( عبدالله بهرائچ یوپي)

ځواب : لوبې/ ساعتیري د انسان سره فطرتي وي او انسان د تفریحي طبعې لپاره څه نا څه ساعتيرۍ/ لوبې کوي. په اسلامي  شریعت کې چې د کومو لوبو یادونه شوي ده،  هغه داسې لوبې دي، چې روغتیا ته ګټورې دي. دومره افراط باید په کې ونشي،  چې انسان دې له فرایضو غافله شي، داسې لوبې چې د انسان روغتیا ته په کې زیان وي، هغه د شریعت خلاف دي. نوموړی ګېم/ پبجي دا د انسان ذهن و دماغ لپاره ډېر مضر دی، د دې ګېم انسان ته نه دنیایي ګټه رسېږي او نه هم جسماني،  بلکه په نوي ورژن کې خو یې شرک هم اضافه شوی دی، که څه هم لوبغاړی د خپل طاقت پیاوړي کولو لپاره د “بندر ” (هندوانو معبد) بُت ته ورځي او د خپلې پیاوړتیا غوښتلو لپاره فریاد کوي، نو ظاهره ده چې دا ډول ګېمونه فاسد او پر شرک ولاړ وي، اسلامي شریعت به ولې اجازه ورکوي. ځوانان به په بشپړه توګه دغه ګېم کول پریږدي، او خپل قیمتي وخت دې په ګټورو / خیر په کارونو ولګوي.(١)

فقط وسلام و الله اعلم بالصواب ـ

والدليل على ما قلنا:

ـ ډاکټر ذاکر نایک هم پدې هکله وایې، چې د پبجي PUBG او دې ته ورته نور ګېمونه حرام دي.

هغه وايي: په دې ګیمونو کې داسې شیان دي، چې اسلام ناروا ګڼلي لکه، قتل، موسیقي اورېدل، بد الفاظ کارول، خمار، فحشا او داسې نور…

په ځینو ګېمونو کې حتی اسلام ته سپکاوی شوی لکه په مکه او مدینه باندې حمله کول.

دوی زیاتوي،  که چېرته د لوبو او ساعتیریو لپاره ګېمونه وي، نو کومه ستونزه په کې نشته، خو اوس په ګېمونو کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ