افغانستان ژوند بڼه سرسکالو سیاست

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه؛ د پاکستان حکومت یې مخه نیسي

لیکنه: غازي عابد

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه چې په بنو کې ترسره کیږي، تر اوسه په کې د زرګونو کسانو د ګډون خبر ورکړل شوی دی او ویل شوي چې لا هم د بیلابیلو سیمو پښتانه دې غونډې ته ور روان دي.

پر ټولنیزو شبکو یو شمیر انځورونه خپاره شوي چې د غونډې میدان تقریباً ډک ښکاري او د غونډې شروع کیدو تر وخته شاید دا تعداد له دې هم لوړ شي.

د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنک چې منظور پښتین یې مشري کوي، له ویښو پښتنو پیغلو او زلمو جوړ غورځنګ دی چې کوزه پښتونخوا کې یې د پښتنو پر ضد د ظلمونو او حق خوړلو له یو لوی حرکت راپيل کړی دی.

دا غورځنګ هله راپيل او بې ساری کاروان شو چې یو پښتون «نقیب خان» د پاکستاني پولیسو له لورې په شهادت ورسید. ددې ځوان شهادت د پښتون د صبر کاسه راټوله او او بلاخره په یوه لوی حرکت یې بدل کړ.

د بنو جلسې له شا او خوا دریو میاشتو راهیسې کمپاین روان و، ځکه دا د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ناسته ده چې له څه ځنډ وروسته جوړیږي. ددې ترڅنګ په افغانستان او ټوله نړۍ کې میشتو پښتنو په ټولنیزو رسنیو د پوسټونو، ویډیوګانو او بیلابیلو لارو سره دې ناستې ته کمپاین کې برخه اخیستې او هلته میشت پښتانه یې هڅولي چې دا تاریخي فرصت دې نه ضایع کوي.

دا د هغه مهال انځور دی چې غونډې ته خلک را روان ول

ویل کیږي ددې غونډې لپاره ان له بره پښتونخوا هم خلک د ګډون په مخه ورغلي دي.

د بنو جلسې موخه؛

د بنو جلسې موخه چې اوس په بنو کې جریان لري دا ده چې د پاکستان پر حکومت یو ځل بیا غږ وکړي چې پښتون وژل، حق یې خوړل او ځورول دې نور پریږدي.

مخکې د پاکستان حکومت ددې غورځنګ یو شمیر غړي وژلي، نیولي او بندیان کړي ول، چې مشهور یې د یاد غورځنګ د رهبرۍ غړې وړانګې لوړې ورو شهید ارمان لوڼی دی چې د پاکستاني پولیسو له لورې څو میاشتې وړاندې شهید کړای شو.

ترڅنګ ددې غورځنګ دوه نور مخکښان محسن داووړ او علي وزیر څه وخت وړاندې د پاکستاني حکومت له لورې ونیول شول چې له څو میاشتني بند وروسته خوشې کړل شول.

په دې ناسته کې به پر نړیواله ټولنه بیا غږ وشي چې د یوه لوی قوم غږ دې واوریدل شي، او د هغه پاکستان مخه دې ونیول شي چې د نړیوالې ټولنې غړیتوب لري، د تروریزم جګړې دعوه کوي، د انسانپالنې چغې وهي…

د پاکستان د حکومت ممانعتونه؛

ددې غورځنګ سترو غونډو او غږ پورته کولو ته تراوسه پاکستاني رسنیو پوښښ نه دی ورکړی، چې دا کار د پاکستان د حکومت په اشاره کیږي. ددې با وجود بیا هم د یاد غورځنګ هر غږ د ټولنیزو شبکو له لارې هره دقیقه تر ټولې نړۍ رسیدلی دی.

اوس ویل کیږي دې ناسته ته هم رسنۍ حکومت منع کړي او ورته یې ویلي چې غونډې ته پوښښ ورنه کړي. ویل کیږي تیرو غونډو کې یې د رسنیز پوښښ بندولو له امله حکومت انټرنیټي شبکې هم بندې کړي دي.

دا مهال د ناستې په اړه تازه معلومات نه خپریږي ښکاري چې د پاکستان حکومت بیا بندیزونه لګولي، هغه بندیزونه چې د نړیوالې بیان ازادۍ او انساني حقونو سره په ټکر کې دي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد