بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

لور ته د یوه ارواپوه لیک؛ خوږې خبرې یې ورته لیکلي

ژباړه: نسیمه محمدي

سپوږمۍ د ټولې نړۍ د نجونو نوم دی. ګرانې سپوږمۍ ته باید پوهه شې، که څه هم پوهېږم چې ته پوهېږې د دغو ټکو د یادولو موخه ستا د پوهې تکرار دی.

ټول انسانان په ژوند کې ځینې ناپوره شوې هیلې لري چې د انسان د خفګان لامل شوې، نو هڅه مې وکړه چې له ستاسو سره د اړیکې لپاره غوره لاره ولټوم او پرېکړه مې وکړه تا ته یو لیک ولیکم.

دومره پوهېږم واقعیتونه هوا ته ورته څه دي، تغییرولای یې نشو او له واقعیتونو سره په مبارزه کې د انرژۍ د مصرف پر ځای باید هغه ومنې او ژوند ته دوام ورکړې. د دې لپاره چې موضوع لا روښانه کړم له فردي مدیریت څخه پیل کوم.

فردي مدیریت؛

مونږ ټول د ژوند لپاره منظم پلان لرو او هغه خیالونه، چې په ذهن کې یې لرو، ترلاسه کړو. فلهذا دقت وکړه چې لاندې یاد شوي ټکي په یاد ولرې.

۱ – خپله موخه تعریف کړه.

۲ – هدف مجهول او مبهم مه پرېږده او په تر ټولو روښانه ممکنه ډول یې د راتلونکې لپاره تعریف او واضح کړه.

۳ – په هغه لوري ګامونه واخله چې موخې ته دې ورسوي.

۴ – هغه څه واضح کړه چې موخې ته د رسېدو لپاره یې باید ترسره کړې.

پوهېږې لورې! کله چې ستونزې پیدا کېږي، د توقع خلاف پېښې زېږوي، کله چې دې پیسې کمې او بدۍ ډېرې وي، کله چې غواړې وخاندې آسویلي کوې، کله چې دې غمونه ډېر دي او غواړې تا لاندې کړي څه کوې؟ آیا فریاد کوې، که پرېږدې یې او د تقدیر لمنه نیسې، اصلا څه کوې؟

که اړینه وه لږ څه آرام وکړه، خو تسلیمېږه مه، ځکه ژوند د خوښیو او ناخوالو ټولګه ده او دا موضوع کله ناکله پېښېږي او ډېرو خلکو پکې ماتې خوړلې، په داسې حال کې چې له لږ څه مقاومت سره بریالي کېدای شول. یوازې هغوی بریالیتوب درک کولای شي چې تسلیم نه شول هر څو یې سرعت کم و، ګامونه یې ورو وو، مګر هغوی یوازې د رسېدو په فکر کې وو هغه ځای ته ورسېدل چې باید رسېدلي وای.

لورې! باید پوهه شې ژوند یو سفر دی او هره برخه یې یو لنډ، خو بشپړ سفر. له یوه ناپېژانده لیکوال څخه مې لوستل چې ژوند یې داسې تعریف کړی وو، چې تلل څومره سخت دي او له هغې سخت دا چې پنډ دې له ستونزو ډک وي، مګر له ټولو سخت دا چې پوه نشې چېرته ځې. حتماً به وپوښتې څنګه پوهه شم چې باید چېرته لاړه شم.

نه پوهېږم د (آلېس د عجایبو په ځمکه کې) کتاب دې لوستي که نه. کله چې آلېس د اسرارو په نړۍ کې ورک شو، د مرستې غوښتنه یې وکړه، پیشو ورته وویل غواړې چېرته لاړ شې؟ آلېس وویل، چې نه پوهېږم. پیشو وویل نو مهمه نده چې چېرته لاړ شې. دقت وکړه چېرته ځې، په کومو پښو او په کوم لوري؟ ځکه مسافر له نقشې پرته په پردي ښار کې ورکېږي.

باید د ژوند لوری مشخص کړې، د دې پړاو له تېرولو څخه دې موخه څه ده او په دې پوه شه چې هېڅ شتمني په لرغونو غونډیو کې نه موندل کېږي. شتمني زموږ په یو قدمۍ کې ده، نېکمرغي زموږ تر څنګ ده، یوازې باید سترګې وغړوې او ووینې.

وګوره د قضاوت کوم ډول عینکې دې په مخ دي، د کوم رنګ اسیره یې او د مزل د دوام لپاره دې کوم ډول غوره کړې، غوسه، کرکه، جنګ، سوله، پخلاینه یا دوستي؟ آیا فکر دې کړی چې کوم یو دې ټاکلی او د استفادهکولو په حال کې یې؟ وړاندې له هر څه او هر انتخاب لږ استراحت وکړه، چې د ژوندانه په کږلېچونو کې په فکر سره عمل وکړې او د نېکمرغۍ ښېرازۍ ته ورسېږې، نو بیړه مه کوه، بلکې آرام وکړه او فکر وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.