د پاکستان سوپرلیګ «PSL» مخکښ لوبغاړي

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو او ګټونکې لوبډله یې

 

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ماخستن د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه.

یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکی.

کله چې پېښور زلمي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې او په ۴۷ منډو توپیر یې ماته وخوړه.

په دې سره ملتان سلطانز لوبډلې د لومړي ځل لپاره په یاد لیګ کې اتلولۍ ته ځان ورساوه.

بل پلوه بیا پېښور زلمي لوبډلې څلور ځلې پایلوبې ته ځان رسولی، چې یوازې په ۲۰۱۷م کال کې دا لوبډله توانېدلې لومړی مقام وګټي، خو پاته نور درې ځلې یې بیا دویم مقام ګټلی.

دا د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو و، چې په لومړي پړاو کې اسلام اباد، دویم پړاو کې پېښور زلمي، په درېیم پړاو کې اسلام اباد، څلورم پړاو کې کویټه ګلډیټرز، پنځم پړاو کې کراچي کینګز او شپږم پړاو کې بیا ملتان سلطانز لوبډلې اتلولي خپله کړه.

 

د پاکستان سوپرلیګ «PSL» مخکښ لوبغاړي

 

۱ـ ددې لیګ مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی بابراعظم شو، چې ټولې ۵۵۴ منډې یې جوړي کړې.

۲ـ ددې لیګ زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی شرجیل خان شو، چې ټولې ۲۳ شپږیزې یې ووهلې.

۳ـ ددې لیګ غوره سټرایک لرونکی حضرت‌الله ځاځی شو، چې ۱۸۵،۹۶ یې د توپوهنې سټرایک ریټ و.

۴ـ په دې لیګ کې د توپوهنې غوره اورېج د بابراعظم سره دی، چې ۶۹،۲۵ یې د توپوهنې اورېج و.

۵ـ ددې لیګ زیاتې ویکټ اخیستونکی شهنواز ډني شو، چې ټولې ۲۰ ویکټې یې واخیستې.

۶ـ په دې لیګ کې د توپ‌اچونې غوره ایکانومي د راشدخان ده، چې ۵،۴۷ یې د توپ‌اچوني ایکانومي ده.

۷ـ ددې لیګ د غوره توپ‌اچونکي اورېج د جېمز پلکنر سره دی، چې ۱۲ یې د غوره توپ‌اچوني اورېج دی.

۸ـ ددې لیګ په یوه لوبه کې غوره توپ‌اچونه راشدخان کړې، چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې شل منډې ورکړي.

 

 

وروستي مطالب