سبا «PSL» لیګ د اوو افغان لوبغاړو په شتون کې پيلیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې سبا چهارشنبه یوځلې بیا پيلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې سبا ماښام لاهور قلندرز لوبډله او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې یو دبل پر وړاندي لوبیږي.

د پاکستان پي ایس لیګ به سبا چهارشنبه د جون میاشتې په ۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې.

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، حضرت‌الله ځاځی، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

۱ـ کراچي کینګز لوبډله کې: نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال.

۲ـ پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلام‌خېل، حضرت‌الله ځاځی.

۳ـ ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمن‌الله ګربز.

۴ـ لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.

۵ـ کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.

 




وروستي مطالب