
د پاکستان د کورني کرکټ (PSL) یا پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزه سیالیو څلورم پړاو لوبې روانه اونۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي.
د پاکستان کرکټ بورډ د سوپر لیګ رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې څلورم پړاو دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د ۶ لوبډلو په ګډون د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال سټیډیوم کې پیلیدونکې دي، چې ورته اوس مهال چمتوالی روان دی.
د معلوماتو له مخې د سږ څلورم پړاو لوبو کې د پیښور زلمي، اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، کوېټه ګلیډ ایټرز او ملتان سلطانز لوبډلې شاملې دي.
د پیښور زلمي لپاره به ویسټ انډیزی ډیرن سمي، اسلام اباد یونایټیډ لپاره تیز بالر محمد سمي، کراچۍ کینګز لپاره چپ لاسی سپینر عماد وسیم، لاهور قلندرز لپاره الراونډر محمد حفیظ، ملطان سلطانز لپاره شعیب ملک او د کویټې ګلیډ ایټیرز لوبډلې لپاره به پاکستانی لوبډلمشر سرفراز د کپتانۍ دنده ترسره کړي.
د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ په نامه دا لوبې د څلورم ځل لپاره په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي، خو وروستۍ لوبې یې پاکستان ته انتقالیږي.
ویل کیږي د سږ کال پای لوبې په شمول وروستۍ ۸ لوبې به د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې ترسره شي.
د څلورم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالۍ، چې د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۴ مه نېټه پیل کیږي؛ د ټول ټال ۳۴ لوبو وروسته د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه به پای ته ورسیږي.
د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د لمړۍ ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې پیل شوې، چې د لمړي ځل اتلولي یې د مصباح الحق په کپتانۍ کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې وګټله، ورپسې دویم ځل د پیښور زلمي لوبډلې، خو دریم پړاو کې بیا اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د دغه سیالیو قهرمانه شوه.
د پاکستان راروانو سوپرلیګ لوبو کې به یوازې دوه افغان لوبغاړي؛ قیس احمد او وقار اسلام ولوبیږي، نور لوبغاړي ځکه په دې سیالیو کې نه لوبیږي چې له ایرلینډ سره څو سیریزونه لري.