سپورټ نړیوال کرکټ

نن د PSL د لومړۍ لوبه ده، د پاکستان پرځای به دوبۍ کې ترسره شي

اعلان

«PSL» یا د پاکستان سوپرلیګ:

اسلام اباد یونایټیډ د لاهور قلندرز لوبډلې خلاف نن په لمړۍ سیالۍ کې مخ ده !

د پاکستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي (PSL) یا پاکستان سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې نن د تیر کال دفاعي اتلې اسلام اباد یونایټید او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پيلیږي.

 دغه لوبې په پاکستان کې د امنیتي ستونزو د شتون له کبله د څلورم ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي.

د پاکستان کرکټ بورډ د سوپر لیګ رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د سږ کال څلورم سیزن لوبو کې هم د تیر په څیر (پیښور زلمي، اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، کوېټه ګلیډ ایټرز او ملتان سلطانز) شاملې لوبډلې دي.

 ګډون کونکې ۶ واړه لوبډلې به به دوه ځل یو بل سره مخامخ شي او ترې د زیاتو لوبو ګټونکې مخکښې لوبډلې به دویم پړاو ته ورسیږي.

 د سیالیو پیل نن شپه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلې ترمنځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال سټیډیوم کې کیږي، چې ورته د پوره چمتوالي خبر هم ورکړل شوی.

 د ورکړل شویو معلوماتو په اساس د پیښور زلمي لپاره به ویسټ انډیزی ډیرن سمي، اسلام اباد یونایټیډ لپاره تیز بالر محمد سمي، کراچۍ کینګز لپاره چپ لاسی سپینر عماد وسیم، لاهور قلندرز لپاره الراونډر محمد حفیظ، ملطان سلطانز لپاره شعیب ملک او د کویټې ګلیډ ایټیرز لوبډلې لپاره به پاکستانی لوبډلمشر سرفراز د کپتانۍ دنده ترسره کړي.

د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ په نوم دې لوبو وروستۍ ۸ لوبې به د متحده عربي امارتو پر ځای د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې ترسره شي.

 تیر کال هم د دغه لیګ وروستۍ ۴ لوبې پاکستان ته انتقال شوې وې، چې زیات شمیر بهرنیو لوبغاړو پاکستان له ورتګ څخه انکار وکړ او سږ کال هم ورته اندیښنه امکان لري.

 د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د لمړۍ ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې پیل شوې، چې د لمړي ځل اتلولي یې د مصباح الحق په کپتانۍ کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې وګټله، ورپسې دویم ځل د پیښور زلمي لوبډلې، خو دریم پړاو کې بیا اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د دغه سیالیو قهرمانه شوه.

 پیلیدونکې څلورم پړاو لوبې به د ټول ټال ۳۴ سیالیو وروسته د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی