په پاکستان کريکټ ليګ نيمه پايلوبو کي پښتنه او پنجابۍ لوبډلي

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې چې د فبروري په ۲۰ مه نېټه د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، تر دې دمه یې څلور لوبډلې تر دوو نیمه پایلوبو رارسېدلي دي.
پېښور زلمي، لاهور قلندرز، ملتان سلطان او کراچۍ کېنګز هغه کرکټ لوبډلې دي، چې لومړۍ او دویمې نیمه پایلوبو ته رسېدلي دي او د اتلولۍ لپاره لوبې سره وکړي.
دې لوبو کې اسلام اباد یونایټېډ او کوېټه ګلېډېئټرز کرکټ لوبډلې له سیالیو بهر شوي دي.
سږ کال د پي ایس ایل سیالیو پنځم پړاو دی، چې ټولې لوبې په کراچۍ او لاهور ښارونوکې ترسره شوې.
د نومرو جدول او شپږ لوبډلې
ملتان سلطان کرکټ لوبډله د نومرو جدول کې لومړۍ ده، ۱۴ نومرې لري، لس لوبو کې یې ۶ ګټلي، دوه یې بایللي او دوه یې مساوي شوي دي.
کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډله ۱۱ نومرې لري، لس لوبو کې یې ۵ ګټلي، ۴ یې بایللي او یوه لوبه یې مساوي شوې ده.
لاهور قلندرز کرکټ لوبډله ۱۰ نومرې لري، پنځه لوبې یې ګټلي دي او پنځه یې بایللي دي.
پېښور زلمي کرکټ لوبډله ۹ نومرې لري، لس لوبو کې یې ۴ ګټلي، پنځه یې بایللي او یوه لوبه یې مساوي شوې ده.
کوېټې ګلاېډېئټرز لوبډلې ۹ نومرې درلودلې، ۴ لوبې یې ګټلې وې، ۵ یې بایللې وې او یوه لوبه یې مساوی شوې وه؛ دا لوبډله ونه توانېده چې نیمه پایلوبو ته لار پېدا کړي.
اسلام اباد یونایټېډ کرکټ لوبډلې ۷ نومرې لرلې، لس لوبو کې یې ۳ ګتلي، ۶ یې بایللي او یوه لوبه یې مساوي شوې ده.
د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو د پړاوونو اتلولي
تېر کې د دې لیګ ۴ پړاوونه شوي دي، چې دوه ځلې اسلام اباد یونایټېډ، یو ځل پېښور زلمي او یو ځل کوېټې لوبډلې ګټلي، سږ کال اسلام اباد او کوېټې بهرشوي او پېښور زلمي د دویم ځل اتلولۍ ګټلو لپاره د پایلوبې تګ لپاره او د پایلوبو ګټلو په خاطر هلې ځلې کوي.
نیمه پایلوبې او پکې مخ لوبډلې
د سه شنبې په ورځ د مارچ میاشت په ۱۷ مه نېټه لومړۍ نیمه پایلوبه کې پېښور زلمي او ملتان سلطان کرکټ لوبډلې ماسپښین یوه نیمه بجه مخ دي او دویمه نیمه پایلوبه هم د سه شنبې ماښام ۶ نیمې بجې د لاهور قلندرز او کراچي کېنګز کرکټ لوبډلو ترمنځ پېلېږي.
دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته ځي او چهارشنبې په ورځ د مارچ میاشت په ۱۸ مه نېټه به پایلوبه هم ترسره شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.