مارچ 2, 2021

پاکستانی کریکټ بورډ بیا هم په خپله وعده کې پاتې راغی

لیکنه: بهار سمسور
پاکستان سوپر لیګ (PSL)چې پیل یې په امراتو کې کیږي او په پاکستان کې پای ته رسیږي، پاکستاني کریکټ بورډ یې په تېر وروستي پړاو کې ویلي و؛ راتلونکی دا فصل به ټول په پاکستان کې تر سره شي،خو اوس بیا هم په دې وعده کې پاتې راغلل.

د ملتان سلطانز لوبډلې پر سر له نندرایو او او کش مکش وروسته پاکستاني کریکټ بورډ بیا ویلي،چې بهرني لوبغاړي پاکستان ته په راتلو وېره لري او دا د دوی لپاره یو چیلېنج دی.
تېر کال کم و زیات اته لوبې په پاکستان کې تر سره شوې،چې د پاکستاني کریکټ بورډ مشرتابه وعده وکړه، چې راتلونکی فصل به ټولې لوبې په پاکستان کې د ننه په لاهور او کراچۍ لوبغالو کې تر سره شي.
د پاکستان کریکټ بورډ مشر احسان ماني وایي:

“دا نا ممکنه ده،چې د پاکستان سوپر لیګ ټولې لوبې دې په پاکستان کې تر سره شي،ځکه بهرني لوبغاړي په راتلو کې ستونزه محسوسوي.د لوبډلو له مالیکانو او دولت سره تر خبرو وروسته به تصمیم نیسو.”


احسان ماني د ملتان سلطانز لوبډلې په اړه هم ویلي؛دا لوبډله به بیا هم زموږ سره وي،که څه هم ملتان سلطانز لوبډله د تېرو پړاونو د پیسو قرضدارې هم ده،خو دغې لوبډلې ته د شپږمې لوبډلې په توګه د شتون ضرورت ښکاري.
د پاکستان سوپر لیګ تېر څلور پړاونه تر سره شوي،چې دوه ځلې اسلام اباد یونایټېډ،خو یوـــ یو ځلې پیشاور او کوټې اتلوالي تر لاسه کړې ده.

ازاده مبارزه؛ اوس یو بل افغان لوبغاړی هم کابل کې لویه سیالي کوي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړي بازمحمد مبارز اعلان کړی، چې ډېر ژر به په کابل کې د یوه تکړه سیال په وړاندې سیالي ترسره کړې.   باز محمد مبارز ... نور ولولئ