اپریل 19, 2021

د پاکستان د ځنډول شوي کرکټ لیګ پر نوې نیټه سره د لوبډلو مالکانو هوکړه وکړه

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د لوبډلو مالکانو بالاخره سلاح وکړه، چې د پي اېس اېل پاتې لوبې به د جون میاشت کې بیا پیل شي.

د مارچ میاشت په لومړیو کې د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې وروسته له هغې وځنډول شوې، چې د ځېنو لوبډلو د لوبغاړو او د لوبډلو د ملاتړو کسانو د کرونا ټېسټونه مثبت وختل.

د پاکستان د کرکټ بورډ او د لوبډلو د مالکانو ترمنځ د تېرې پنجشنبې په ورځ د مارچ په یوولسمه نېټه ناسته ترسره شوه او په دې ناسته کې په دې موافقه وشوه، چې د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې به کابو درې نیمې میاشتې وروسته په جون میاشت کې بیا پیل شي.

د یاد هېواد کرکټ بورد اوس په دې کار کوي، چې د کرونا ویروس څخه د ځان ژغورنې نوی پروتوکول جوړ کړي.

دوی زیاتوي تدابیر به سخت شي او په دې برخه کې به دوی جدي اقدامات ترسره کړي.

د پي اېس اېل شپږم پړاو د فبروري په شلمه نېټه په پاکستان کې پیل شو، سږ کال په دې لیګ کې ټولې ۳۴ لوبې کېږي، چې ۱۴ یې ترسره شوي او ۲۰ لوبې لا هم پاتې دي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې پاتې شل لوبې به د می د ۱۳ مې او د جون په ۲۶ مې ترمنځ ترسره شي.

له دې وروسته د پاکستان لوبډله زِمبابوې او انګلستان ته سفرونه لري.

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې

دا لوبې په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوي دي، چې دوه ځلې اتلولۍ اسلام اباد یونایټېډ، یو ځل پېښور زلمي، یو ځل کوېټې او یو ځل کراچۍ کېنګز لوبډلې ګټلي دي.

سږ کال په دې لیګ کې راشدخان، مجیب الرحمن، محمد نبي عیسی خېل، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد هم اخیستل شوي دي.

د دې لیګ په سږ کال پړاو کې کراچۍ کېنګز لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ ده، پېښور زلمي دویم ده، اسلام اباد یونایټېډ درېیم ده، لاهور قلندرز څلورم، ملتان سلطان پنځم او کوېټه لوبډله شپږم ځای کې ده.