پاکستان سوپر لیګ له اماراتو کراچۍ ته انتقالیدونکی دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: بهار سمسور 
د پاکستاني بورډ د هغې پرېکړې له مخې چې د پاکستان سوپر لیګ پیل په اماراتو او پای يې په پاکستان کې کوي، د عمل جامه واغوسته.
د دغه لیګ وروستۍ اته واړه لوبې د کراچۍ په ستر ښار او ملي ستدیوم کې تر سره کیږي.
تر دې مخکې هم د پاکستان سوپر لیګ پیل په اماراتو کې کیده او وروستۍ درۍ لوبې به يې په پاکستان لاهور کې تر سره کیده،خو دا ځل پاکستاني بورډ اته لوبې کراچۍ کې په پلان کې نیولې دي.
او ویل کیږي چې د پاکستان سوپر لیګ راتلونکی پنځم پړاو به ټول په پآکستان کې تر سره شي.
خو تېر ته په کتو یو وار بیا ځينو لوبغاړو چې په دغه لیګ کې له بېلابېلو لوبډلو سره يې په اماراتو کې شتون درلوده، پاکستان ته له تګ يې انکار کړی دی،اما د پاکستان کریکټ پورډ ریس احسان ماني په خپلو وروستیو خبرو کې ويلي چې ټول هغه لوبغاړي چې په اماراتو کې له لوبډلو سره و دا مهال له خپلو لوبډلو سره شتون لري.
د پاکستان سوپر لیګ په کراچۍ کې پلان شوې لوبې د روانې میاشتې په ۹ تاریخ د اسلام اباد یونایټېډ او لاهور قلندرز په لوبې سره د ماښآم ۷:۰۰ بجې تر سره شي.
ورپسې به د کراچي کېنګز او کوټه ګلیډيټرز لوبډلې په ۱۰ د مارچ د ماښآم اوه بجې تر سره شي.
خو په ۱۱ تاریخ به بیا دوه لوبې تر سره شي، چې لومړۍ لوبه د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز تر منځ د ماسپښین ۲:۰۰ بجې خو د ماښآم په ۷:۰۰ بجې بیا د پیشاور زلمي او کراچي کېنګز تر منځ وشي.
چې بیا به له یوه ورځنۍ دمې وروسته په ۱۳ تاریخ لومړی کوالیفای لوبه تر سره شي، خو د ۲۰۱۹ کال څلورم پړاو پای لوبه به د روانې میاشتې په ۱۷ تاریخ د ماښآم ۷:۰۰ بجې د هغو دوه لوبډلو تر منځ تر سره شي، کومې دوه لوبډلې چې په دوهم رونډ کې هم لوبې وګټي.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.