پاکستان د ټول پي ایس ایل کوربتوب ته اوږه ورکوي؛ ستاسې په نظر داسې به وشي؟

پاکستان کې په ۲۰۰۹ م کال کې د سریلانکا په لوبډله برید شوی و او له هغې وروسته په پاکستان کې نړیوالو زړه نه ښه کاوه، چې کرکټ وکړي.
اوس پاکستان هلې ځلې پیل کړي، چې کرکټ دې هېواد ته بېرته راستون کړي او نړیوال لوبغاړي په دې وطن کې کرکټ ته وهڅوي.
د پاکستان دې هڅو تر یوې اندازې پایله هم ورکړې ده.
سریلانکا، د ویسټ انډیز لوبډله، د نړۍ یوولس کسیزه لوبډله او نورې لوبډلې دې هېواد ته راغلې او کلکو امنیتي تدابیرو په شتون کې یې کرکټ وکړ.
اوس تازه د پاکستان کرکټ بورډ او ورسره لومړي وزیر عمران خان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۰ م کال پي ایس ایل یا پاکستان سوپر لیګ کرکټ سیالۍ به ټولې په پاکستان کې کېږي.
مخکې دا سیالۍ په عربي متحده اماراتو کې کېدلې او یواځې وروستۍ مهمې لوبې یې پاکستان کې ترسره کېدلې.
دا ځل د پاکستان پخواني کرکټر او اوسني لومړي وزیر عمران او ورسره د کرکټ بورډ مشر احسان ماني ویلي، د پي ایس ایل پنځم پړاو ټول په پاکستان کې ترسره کېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ دا اعلان د چهارشنبې په ورځ د جنوري په لومړۍ نېټه وکړ.

پاکستان خو اعلان وکړ، چې ټولې سیالۍ به دې هېواد کې کېږي؛ خو دا چې نړیوال به په دې سیالیو کې پاکستان ته راشي او کنه، لا یې هم په اړه ډاډمن ځواب نشته.
په تېر کې څو ځلې مشهورو کرکټ لوبغاړو پاکستان کې له لوبو کولو انکار کړی.
د پاکستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو پنځم پړاو د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۰ مه نېټه د ۶ لوبډلو په شتون کې پېلېږي او د ۲۰۲۰ م کال د مارچ میاشت تر ۲۲ مې نېټې به دوام وکړي.
دې لیګ کې ټولې ۳۴ لوبې کېږي او کوېټه ګلاډیئټرز لوبډله به له خپلې اتلولۍ څخه د دفاع کوښښونه کوي.
پي ایس ایل لیګ په ۲۰۱۵ م کال کې د پاکستاني کرکټ بورډ له خوا تاسیس شو، چې یو ځلې پېښور زلمي، یو ځل کوېټې او دوه ځلې اسلام اباد یونایټېډ لوبډلو اتلولي ګټلې ده.
سږ کال کې یې پنځم پړاو کېږي.
د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افریدي له افغان کرکټ بورډ غوښتي، چې افغان لوبغاړي د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې لوبېدو ته پرېږدي.
دا چې افغان کرکټ بورډ به د افغان لوبغاړو لوبېدو ته په یاد لیګ کې اجازه ورکړي او کنه؛ نو د بولي پرمهال به یې وروستۍ پرېکړه په ډاګه شي.
 

وروستي مطالب