اپریل 23, 2021

د اسیا جام او د پاکستان لوبې سره په ټکر کې دي

د پاکستان کرکټ بورډ د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پاکستان سوداګریزو کرکټ سیالیو پاتې شل لوبې به د مې له ۲۵ مې د جون تر نیمایي پورې ترسره کړي.

دا لوبې د کرونا له امله ځنډول شوي دي او څوارلس لوبې یې تر دې دمه ترسره شوي دي.

بل پلو د ۲۰۲۱ کال اسیا جام هم په جون میاشت کې ترسره کېږي.

د ویکي پېډیا ویب پاڼې لیکلي، چې دا ځل اسیا جام شل اوریزه بڼه کې دی او کوربتوب به یې ځکه د هند پر ځای سریلانکا کوي، چې پاکستان هند ته له تګ څخه انکار کړی او که پاکستان یې کوربتوب کوي، نو بیا هندوستان پاکستان ته له ورتګ ډډه کړې ده.

دا جام په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کېده او نېټه یې سپټمبر میاشت ښودل شوې وه، خو د کرونا له امله ۲۰۲۱ ته وځنډول شو.

بل پلو د هندوستان یوې ورځپاڼې ټایمز هم لیکلي، چې د پاکستان سوداګریزې لوبې که جون میاشت کې پیل شي، نو اسیا جام سره د وخت په لحاظ په ټکر کې راځي او دا ورته ستونزه جوړوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني هم ویلي، چې د اسیا جام او د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې د مهالوېش په لحاظ په ټکر کې راځي.

ماني زیاته کړې چې ۲۰۲۱ کې به اسیا جام نه کېږي او ښایي دا جام په ۲۰۲۳ کې ترسره شي.

خو بل پلو د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبوکې د لوبډلو مالکان وایي، چې د پي اېس اېل پاتې لوبې باید په راتلونکې اپرېل میاشت کې پیل شي، ترڅو له اسیا جام سره له ټکر څخه بچ شي.

احسان ماني ویلي چې د اسیا جام په اړه به د اسیا کرکټ شورا سره راتلونکې میاشت کې بحث وشي او ډېر لږ امکانات شته، چې دا جام دې سږ کال ترسره شي.

د اسیا جام تاریخچه او اتلولۍ

اسیا جام په ۱۹۸۴ کې تاسیس شوی، لومړی ځل اتلولي یې هندوستان وګټله او سریلانکاته یې ماته ورکړه، دا لوبې په شارجه کې ترسره شوې.

۱۹۸۶ کې دا لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې او پایلوبه کې سریلانکا، پاکستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

۱۹۸۸ کې یې کوربتوب بنګله دېش وکړ او پایلوبه کې هند، سریلانکا ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

۱۹۹۰ او ۹۱ کې یې کوربه هند و، او سریلانکا ته یې پایلوبه کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

۱۹۹۵ کې په دوبۍ کې ترسره شو، چې پایلوبه کې یې هند، سریلانکا ته په اته وېکټو ماته ورکړه او څلورم ځل اتلولي یې وګټله.

۱۹۹۷ کې یې سریلانکا کوربتوب وکړ او هند ته یې پایلوبه کې په اته وېکټو ماته ورکړه او دویم ځل اتلولي سریلانکا ترلاسه کړه.

۲۰۰۰ کې بنګله دېش کوربه و او پاکستان پایلوبه کې سریلانکا ته په ۳۹ منډو ماته ورکړه.

۲۰۰۴ کې یې کوربتوب سریلانکا وکړ، چې پایلوبه کې سریلانکا، هند ته ماته ورکړه او درېیم ځل اتلولي سریلانکا ترلاسه کړه.

۲۰۰۸ کې یې کوربتوب پاکستان وکړ او پایلوبه کې سریلانکا، هند ته په سل منډو ماته ورکړه او دا یې څلورم ځل اتلولي وه.

۲۰۱۴ کې یې کوربه بنګله دېش و، چې اتلولي یې سریلانکا وګټله، پاکستان ته یې ماته ورکړه او پنځم ځل اتلولي یې هم خپله کړه.

۲۰۱۶ کې اسیا جام شل اوریز و، چې کوربه یې بنګله دېش و او پایلوبه کې هندوستان، بنګله دېش ته په اته وېکټو ماته ورکړه.

۲۰۱۸ کې دا جام په عربي متحده اماراتو کې ترسره شو، چې پایلوبه کې هند، بنګله دېش ته ماته ورکړه او اووم ځل اتلولي هندوستان وګټله.

۲۰۲۱ کې به دا جام شل اوریز وي او کوربتوب یې هم ښایي سریلانکا وکړي.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې په اسیا جامونو کې افغانستان هم لوبېدل پیل کړي دي او سږ کال به هم ولوبېږي.

وروستي مطالب