د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې ولې د جون په لومړۍ پیل نه شوې؟

تمه وه چې پي‌اېس‌اېل لوبې د جون په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ په لوبه پیل شوې وای؛ خو دا لوبې د ځېنو پاکستاني لوبغاړو د ویزو ستونزو له امله د جون په لومړۍ نېټه پیل نشو.

د سرفراز احمد په ګډون د ۱۶ لوبغاړو د وېزو ستونزه موجوده وه او دوی ونه توانېدل چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې دوبۍ ته ورسېږي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې هم د پاکستان د کرکټ بورډ له قوله خبر ورکړی، چې مختلف لوبغاړي د اسنادو یا وېزو ستونزه درلوده او له همدې امله د سه شنبې په ورځ د جون په لومړۍ نېټه د پي‌آېس‌اېل پاتې لوبې لا هم پیل نه شوې.

د پاکستان کرکټ بورډ ۱۶ لوبغاړو ته له وړاندې ویلي وو، چې په خپلو پاسپورټونو او ویزو ګوتې ووهي او خپل د تګ اسناد صفا کړي؛ خو د کوېټې لوبډلې د لوبډلمشر سرفرازاحمد په ګډون د ځېنو لوبغاړو په ویزو کې ستونزه موجوده ده.

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي سلمان بټ د پاکستان کرکټ بورډ په دې برخه کې پړ بللی دی او ویلي دي، چې باید کرکټ بورډ خورا جدي وای.

هغه زیاته کړې باید د لوبغاړو د لېږد، لوجېسټیک او د هغوی د تګ اسنادو ټول ترتیبات کرکټ بورډ ترسره کړی وای.

افغان لوبغاړي لا له وړاندې دوبۍ ته تللي دي او هلته د لوبو پیل ته انتظار کوي.

د پي‌اېس‌اېل ۱۴ لوبې ترسره شوي دي؛ خو د کال په لومړیو کې دا لوبې د کرونا ویروس له امله وځنډېدلې وې.

د پاکستان کرکټ بورډ بیا هڅې وکړې، چې دا لوبې په دوبۍ کې ترسره کړي او د جون لومړۍ نېټه یې د پیل لپاره ټاکل شوې وه.

پنځلسمه لوبه به د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ ترمنځ ترسره شي، چې راشدخان هم له لاهور قلندرز لوبډلې سره مل دی.




وروستي مطالب