د نړۍ تر ټولو پياوړی ټلیفون بازار ته وړاندې شو

ژباړه: محمدصابر حمیدي
ایسوس شرکت د نړۍ تر ټولو پياوړی ټلیفون جوړی کړی او له هغه وروسته یې اوس تازه بازار ته وړاندې کړ.
د  GSMArena خبري رسنۍ د راپور له مخې ایسوس «Asus» شرکت د «ROG Phone 3» په نامه خورا پياوړی ټلیفون جوړ کړی، چې په هره برخه کې د نړۍ تر ټولو پياوړی وپېژندل شو.
دا پياوړی ټلیفون ۵،۶ اینچه امولیډ صفحه ۲۳۴۰ X ۱۰۸۰ پیکسله د شاوخوا ۱۴۴ هرتز چټکوالي سره.
Asus-ROG-Phone-3-back-up-on-table.jpg
د دې ترڅنګ دا کوچنی ټلیفون ۸۶۵ Sanpdragon چیپه او ۱۱۶ ګیګابایته عملیاتي حافظه لري.
نو په دې اساس د نړۍ تر ټولو یو پیاوړی ټلیفون شمېرل کېږي او ۵۱۲ ګیګابایته داخلي حافظه لري.
د دې ټلیفون په شا برخه کې یوه کېمره شته، چې درې لینزه په ۶۴،۱۳ او ۵ میګاپیکسله سره لري او د 8k ویډيو ثبتولو وړتیا لري.
Asus-ROG-Phone-3-1.jpg
په راپور کې راځي، چې د دې ټلیفون بیټرۍ په ساعت کې ۶۰۰۰ میلي آمپر ده.
د دې ترڅنګ له بهره د لوبو ځینې سامان الات ورسره تړل کېږي او بیا لوبې په ښه ډول پکې کېږي.
herny-mobil-asus-rog-phone-3-p-image-798-640.jpg
د دې ټلیفون قیمت د ۸۰۰ یورو څخه پيل بیا تر ۱۱۰۰ یورو پورې ښودل شوی.