نیوزیلنډ د اسټرالیا څخه لړۍ وګټله؛ دلته یې د ټولو لوبو په اړه خبر شئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د نیوزیلنډ او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ کوربه نیوزیلنډ هیواد وګټله او اسټرالیا ته یې په یاده لړۍ کې درې پر دوه ماتې ورکړه.

 

لومړۍ لوبه

 

دا لوبه چي د فیبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شوه، پکې لومړی نیوزیلنډ توپوهنه وکړه، نیوزیلنډ په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۱۸۵ منډو هدف وټاکی.

کله چي اسټرالیا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۷،۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې او په ۵۳ منډو توپير یې د نیوزیلنډ څخه ماته وخوړه.

 

دویمه لوبه

 

دویمه لوبه چې د فیبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره شوه، پکې لومړی یوځلې بیا نیوزیلنډ توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۹ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف وټاکی.

کله چې اسټرالیا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې وکړې او په څلورو منډو یې د نیوزیلنډ څخه ماته وخوړه.

 

درېیمه لوبه

 

درېیمه لوبه چې د مارچ میاشتې په دویمه نېټه ترسره شوه، پکې لومړی اسټرالیا توپوهنه وکړه، اسټرالیا د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۸ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکی.

کله چې د نیوزیلنډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۷،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې وکړې او د اسټرالیا څخه یې په ۶۴ منډو ماتې وخوړه.

 

څلورمه لوبه

 

څلورمه لوبه چې د مارچ میاشتې په څلورمه نېټه ترسره شوه، پکې لومړی اسټرالیا توپوهنه وکړه، اسټرالیا د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکی.

کله چي نیوزیلنډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۸،۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۰۶ منډې وکړې او د اسټرالیا څخه یې په ۵۰ منډو توپير ماته وخوړه.

 

پنځمه لوبه

 

پنځمه لوبه چې نن سهار وختې ترسره شوه، پکې لومړی اسټرالیا توپوهنه وکړه، اسټرالیا د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې ۱۴۳ منډو هدف وټاکی.

کله چې نیوزیلنډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۵،۳ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په اوو ویکټو یې بریا خپله کړه.

په دې سره دا لړۍ نیوزیلنډ درې پر دوه له اسټرالیا څخه خپله کړه.