 
په ټولنه کې له نشهيي توکو د ځوانانو د لرې ساتلو لپاره ځینې لارې چارې په لاندې لیکنه کې لوستلی شئ:
هر هغه څه چې انسان بې هوده او بېهوشه کوي، نشه ده.
دا چې په نشهیي توکو روږدي ځوانان او هغه کسان چې نشهیي توکي استعمالوي، له دې ناوړه عمل څخه څنګه لرې وساتو، نو د مخنیوي یو شمېر لارې چارې یې درسره شریکوم.
- پر نشهیي توکو روږدی یوازې مه پریږدئ، ځکه ممکن چې ستاسو پر وړاندې نشه ونه شي کړی او له دې لارې د نشهیي توکو له استعماله لاس پر سر شي.
- که پر نشهیي توکو روږدي کس مو ولید، نو د مخنیوي داسې لارې یې ورته ووایئ چې له نشهیي توکو لاس واخلي، لکه ورزش او تمرین ته یې متوجه کړئ او ترڅنګ یې خپلې راتلونکې ته متوجې کړئ، چې خبرې مو پرې اغېز وکړي او لاس ترې واخلي.
- هغه انسان چې نشهیي توکي استعمالوي، مثبتو لارو ته یې متوجه کړئ او د نشهیي توکو د استعمال له زیانونو یې خبر کړئ.
- په نشهیي توکو اخته انسان ته پیسې مه ورکوئ او نظربند یې وساتئ.
- په نشهیي توکو روږدي ځوانان د نصیحت او پند له لارې پوه کړئ.
- هغه څوک چې پر نشهیي توکو روږدی وي، نو موسیقي دې واوري، ځکه موسیقي انسان ته د مثبت فکر وړتیا ورکوي، ښایي له نشهیي توکو منع شي.
- پر نشهیي توکو روږدي ځوانان باید د عامهپوهاوي له لارې پوه شي او د نشهیي توکو زیانونه ورته وویل شي، چې دا عمل بیا تکرار نه کړي.
- پر نشهیي توکو روږدي ځوانان نږدې د نشهیي توکو د درملنې په مرکزونو کې بستر کړئ، چې ټولنه له نشهیي توکو له روږدو ځوانانو څخه پاکه او لا پرمختګ وکړي.
لیکنه: تسل یار تسل
