مجیب ځدران: هڅه کوم هرځای ښې لوبې وکړم؛ بیګ باش کې یې ۵ ویکټې واخیستې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي مجیب‌الرحمن ځدران د اسټرالیا په بیګ‌باش لیګ کې پرون چهارشنبه د خپلې لوبډلې له‌پاره ۵ ویکټې واخیستې.
د بیګ‌باش لیګ په شلمه لوبه کې پرون د مجیب ځدران لوبدلې بریسبین هیټ د هوبارټ هوریکینز په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د مجیب لوبډلې په یوې منډې ماته وخوړه.
د لوبډلې د ماتې سره ـ سره افغان لوبغاړی مجیب ځدران په توپ‌اچونه کې ښه وځلېد او د مقابلې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

مجیب څلورو اورونو کې یوازې ۱۵ منډې ورکړې او په دې ښې توپ‌اچونې سره د بیګ‌باش په تاریخ کې څلورم لوبغاړی شو، چې د پنځو ویکټو دا ډول ریکارډ یې جوړ کړ.
تر یادې لوبې وروسته مجیب پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې لیکلې، هڅه کوم هرځای ښې لوبې ترسره کړم.
هغه لیکلي:

«په بیګ باش سیالیو کې مې غوره توپ اچونه ثبت کړه، کوښښ کوم هر چیرې ښې لوبې وکړم او خپلې لوبډلې او مینوالو ته بریاوې راوړم.»