- ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
 
په تېرو وختونو کې ټول پېژندل شوي حکیمان د زیات شمېر ناروغیو لپاره هوږه د درمل په توګه کاروله. اوسني ساینس هم ثابته کړې چې هوږه بې شمېره روغتیایي ګټې لري.
دلته مو د هوږې له ځینو هغو ګټو سره چې روغتیایي ژوند بدلولی شي اشنا کوو:
- اوومه هوږه د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي؛
 - په طبیعي ډول باکتریا لمنځه وړي؛
 - په هوږې کې شته روغتیایي مرکبات د زړه د حملې مخه نیسي؛
 - د وینې فشار نورمالوي؛
 - د زړه د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي؛
 - د سږو د سرطان مخه نیسي؛
 - د دماغو د سرطان څخه مخنیوی کوي؛
 - د پروستات د سرطان مخه نیسي؛
 - هوږه د الیسین نومې مواد لري، کوم چې پیاوړي روغتیایي خواص لري؛
 - د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي؛
 - د زکام پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ جوړوي؛
 - د کولسټرول د زیاتېدو مخه نیسي؛
 - په انسان کې د الزایمر د ناروغۍ میکروبونه وژني؛
 - د عقل د زوال څخه مخنیوی کوي؛
 - د انسان روغتیایي ستونزې حلولو سره عمر زیاتوي؛
 - له هوږې څخه جوړ شوي خواړه ورزشي وړتیاوي زیاتوي؛
 - له بدن څخه پیاوړی او غښتلی زهري مواد خارجوي؛
 - هډوکي غښتلي کوي او له ناروغیو څخه یې مخنیوی کوي؛
 - د اوسپنې میتابولیزم غښتلي کوي؛
 - د وزن زیاتېدو حجرات کنټرولوي؛
 - د ښایسته او غوره وېښتانو په شنه کېدو کې له اندازې زیاته مرسته کوي؛
 - د ستونې درد لپاره، د هوږې یوه پله دوه ټوټې کړو او دواره غومبورو کې یې ځای پر ځای کړو. د هوږې د میده کولو هڅه وکړو. په هوږه کې شته مرکبات په ستونې کې شته هغه باکتریاوې چې د ستونې د درد لامل شوی له منځه وړي؛
 - تازه هوږه خوړل د پوزې په خلاصولو کې ډېره زیاته مرسته کوي؛
 - په هوګې کې شته د سلفر مرکبات د پړسوب مخه نیسي.