تخار: سږکال له ۴ سوه فارمونو ۸۰ټنه شات توليد شوي

خبر: بشر درویش
دتخار ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې ددې ولايت دشاتو فارم لرونکي سږکال ۸۰ ټنه شات توليد کړي دي.
Image may contain: one or more people, sky, outdoor and nature
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د چارواکو له قوله وايي، چې دشاتو مچيو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې دشاتو مچيو ۴۰۰ فارمونه چې، د شاتو ۹ زره صندوقونه په کې دي فعاليت کوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ په دې وروستيو کې دشاتو مچيو دصندوقونو په ډله کې دوه زره نوي صندوقونه هم زيات شوي دي.
Image may contain: plant, tree, outdoor and nature
یاد وزارت ویلي چې په دې ولايت کې دشاتو دپروسس يوه فابريکه هم فعاليت لري، چې د ورځې د۵۰۰ ټنه شاتو دپروسس وړتيا لري.