د شهید الیاس داعي په نوم د کرکټ لوبي جوړیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

ټاکل سوې راتلونکې پنجشنبه هلمند ولایت کي د شهید محمد الیاس داعي په نوم د کرکټ سیالۍ پیل سي.
د دې سیالیو مسوولین وایي، دا پنځویشت آوریزه لوبي د پنځو لوبډلو ترمنځ دي، چي راتلونکې پنجشنبه په هلمند کي د بيان د ازادۍ قرباني شهيد محمد الياس داعي په نوم پيليږي.

لښکرګاه ښاروالي، ډاکټر عبدالرازق، سباوون راډيو ټلويزيون، روحاني کرکټ اکاډمي او اراکوزيا پوهنتون کرکټ لوبډلي هغه پنځه ټیمونه دي، چي په دې سیالیو کي به ولوبیږي.
د ټورنمینټ ترتیبوونکی ګل آغا نويد وایي، دوی د شهيد محمد الياس داعي د قربانۍ او هلمند کرکټ لوبغالی د نوموړي په نوم کېدو په موخه دغه سيالۍ کوي.
په هلمند کي د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي یوه میاشت وړاندي پر موټر د نښلول سوي چسپکي ماین چاودني له امله ووژل سو.