سپورټ

کابل کې د سنوکر لوبې ترسره شوې

پنځه ورځې وړاندې په مرکز کابل کې د ۵۶ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر رمضان جام سیالۍ پيل سوي وې، چې تېره شپه د صالح محمد محمدي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. ددې سیالیو په پایلوبه کې د صالح محمد محمدي سره رئیس خان سنزی ولوبېد، چي په پایله کې یې ښاغلی محمدي بریالی سو او رئیس خان سنزي ته یې ماته ورکړه. په دې سره کابل کې د رمضام جام په دې سیالیو کې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته یوځلې بیا لوبغاړي اخیستل کیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ«PSL» چې د روان ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې تر ۱۴ لوبو کولو وروسته کورونا ویروس له امله وځنډېدې. اوس تازه راپورونه وايي، چي ددې لیګ ځنډېدلې لوبې به د جون میاشتې په دویمه نېټه پيل شي او تر شلمي نېټې پوري به دوام وکړي، چې ددې لیګ د اُصولو سره سم لوبډلې او لوبغاړي بیا مکلفې … نور ولولئ
سپورټ

پات کومینز له هندي حکومت سره د ۵۰ زره ډالرو مرسته وکړه

د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې چټک توپ اچونکي پات کومینز په هندوستان هیواد کې د مرسته رسولو له صندوق سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته کړې، چې د کورونا ویروس په مخنیوي کې د هندي وګړو سره مرسته وکړي. پات کومینز پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، موږ ته د لوبغاړو په توګه دا مناسبه ده، چي په دې … نور ولولئ
سپورټ

په هندۍ لوبډله کې تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي څوک دي؟ دلته پرې خبر شئ؛

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو هغو لوبغاړو لیست خپور کړی، چې دوی ورسره د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۱م کال تر سیپټمبر میاشتې پوري قرارداد لري او ترڅنګ یې هغه بیې هم خپرې کړې، چي یادو لوبغاړو ته له کاله ورکول کیږي. د هند کرکټ بورډ د ۲۸ لوبغاړو سره په بېلابیلو کټګوریو ( اې پلس، اې کټګوري، بي کټګوري او سي کټګوري) کي قراردادونه کړي، چي یادي کټګورۍ هره … نور ولولئ
سپورټ

د کلکتې تر پرونۍ ماتې وروسته د شاهرخ خان غبرګون!

د هندوستان آی پي ایل سیالیو په پنځمه لوبه کې پرون سې شنبه کلکته نایټ رایډرز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل پر وړاندي د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې په پایله کې ممبي انډینز لوبډلې په لسو منډو کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په خپلو کړیو دوو واړه لوبو کې یې بریا خپله کړه.   د پرونۍ لوبې بشپړ حال   په پرونۍ لوبه کې لومړی ممبي انډینز لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

احمدولي هوتک یوځل بیا په کابل کې د بهرني سیال پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک د روژې تر پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د بهرني لوبغاړي سره په کابل کې په قفس دننه لوبه ترسره کوي.   څه موده وړاندې ښاغلي هوتک په TGFC سازمان کې د برازیلي سیال باربوسا پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شو، چې په دې وتوانېد هغه ته ماتې ورکړي.   تر یادې بریا وروسته هوتک له ډېرو او بېلابیلو نیوکو … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ عبدالسمیع فیضي او واحد نژند خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه+ویډیو

د افغانستان د ازادي مبارزې دوو نامتو لوبغاړو عبدالسمیع فیضي او واحد نژند په AMC سازمان کې خپلو روسي سیالانو ته ماتې ورکړه او د افغانستان لپاره یې ویاړونه خپل کړل.   لومړی واحد نژند د روسي سیال پاول اردیشیو پر وړاندې ولوبېد، چې د دریو پړاونو په لوبولو سره یې زیات امتیازونه ترلاسه کړل او د لوبې ګټونکی اعلان شو.   د واحد نژند لوبه     له هغه وروسته عبدالسمیع فیضي د روسیې … نور ولولئ
سپورټ

حسین بخش روسي سیال ته په روسیه کې ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړي حسین بخش صفري پرون سې شنبه د روسي سیال پر وړاندې د روسیې په مسکو ښار کې ولوبېد، چې هغه یې په خپل کوربتوب له ماتې سره مخ کړ.   د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادي بریا په پار ټولو هیوادوالو، د ورزش مینوالو او خپله حسین بخش صفري ته مبارکي ویلې.   په افغانستان کې د ازادي مبارزې ګڼ شمېر … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ هیڅ ماته یې نه وه خوړلې، خو افغان ماتې ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړي نصرت حقپرست وړمه شپه د مکسیکو هیواد نامتو او تکړه لوبغاړي رافا ګارسیا ته ماتې ورکړه.   دا درې پړاویزه لوبه چې د نړۍ تر ټولو په لوی سازمان یو ایف سي کې ترسره شوه، پکې حقپرست په لومړي پړاو کې ۳۰ پر ۲۷، په دویم پړاو کې ۲۹ پر ۲۸ او درېیم پړاو کې یوځلې بیا ۲۹ پر ۲۸ له خپل سیال … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ افغان لوبغاړی نصرت حقپرست نن خورا سخته لوبه لري

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړی نصرت حقپرست نن شپه د افغانستان په وخت ۲ بجې د مکسیکو هیواد د تکړه سیال رافا ګارسیا په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته کیږي.   دا لوبه د نړۍ تر ټولو په لوړ ترینه سازمان UFC کې ترسره کیږي، چې له افغانستانه یوازي همدا نصرت حقپرست په دې سازمان کې شتون لري.   حقپرست او رافا ګارسیا دواړو پرون شنبه … نور ولولئ