سپورټ

په سریلانکا لیګ کې د قیس احمد او لوبډلې مزل یې پای ته ورسېد

د سریلانکا سوداګریزو کرکټ لوبو لومړي پړاو کې قیس احمد په توپ اچونه او توپوهنه کې خپله غوره لوبې ترسره کړې؛ خو د دغه افغان لوبغاړي لوبې بیګا شپه پای ته ورسېدې او لوبډله یې په نیمه پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه. په دې لیګ کې قیس احمد خورا ښه توپ اچونه وکړه او د نړۍ د نورو بالرانو په منځ کې هم ښه ولوبېد، وېکټې یې مثبتې وې او د کولمبو کېنګز … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی؛ له نیوزیلېنډ لوبه په بالېنګ ګټو

د پاکستان کرکټ لوبډلې روزونکي مصباح الحق ویلي، چې نیوزیلېنډ کې د پاکستان زیاتره لوبغاړي د کرونا له امله اغېزمن شوي دي او دې چارې یې د توپوهنې برخه هم له ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړي ویلي، چې د نیوزیلېنډ توپ اچوونکي خورا چټک دي او لاکي فرګوسن چې ۱۵۰ سرعت سره توپ اچونه کوي، لوبول یې ستونزمن دي. نو دوی به هم په توپ اچونه ډېر تاکید وکړي، ترڅو نیوزیلېنډ سره ښه فایټ … نور ولولئ
سپورټ

بومرا په ټېسټ لوبو کې لومړۍ نیمه سلیزه ثبت کړه

د هندوستان او اسټرالیا الف لوبډلو ترمنځ تمریناتي ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ پیل شوې ده. په دې لوبه کې لومړۍ پاڼۍ کې د هندوستان الف لوبډلې پرېتوي شاو د ۴۰ منډو، شوبمن ګېل د ۴۳ منډو او د جسپرېت بومرا د ۵۵ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۴ منډې وکړې. شین اباټ او وېلډر موت درې، درې وېکټې واخېستې. اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ ټېسټ لوبه کې ټولې ۱۰۸ منډې وکړې، په دې پاڼۍ کې … نور ولولئ
سپورټ

بېګ‌باش کرکټ لیګ لوبډلو کې د افغان لوبغاړو نومونه نه برېښي

د استرالیا سوداګریزې کرکټ لوبې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي دي. په دې لوبو کې ۵ افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي. ظاهرخان په مېلبورن سټارز، راشدخان په اډیلایډ سټرایکرز، محمد نبي او نوراحمد لکڼوال په مېلبورن رېنېګېډز کې او مجیب الرحمن په برېسبین هیټ لوبډله کې اخیستل شوي دي. خو اوس د دغو لوبډلو په یوولس کسیز او فول یا بشپړ سکواډونو کې د هیڅ افغان … نور ولولئ
کرکټ

پر پاکستاني انور علي د قیس څلور شپږیزې او د لوبې بريا

د سریلانکا سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام شلمه لوبه تېر ماخستن ترسره شوه، په دې لوبوکې ډمبولا وایکېنګز او کولمبو کېنګز لوبډلې مخ شوې. په دې لوبه کې ډمبولا لومړی توپوهنه وکړه، یادې لوبډلې په شل اورونوکې د ۳ وېکټو په نقصان سره د ډېکوېلا د ۶۵ منډو او انجلیو متیوز د ۷۴ منډو په مرسته ۲۰۳ منډې وکړې. قیس احمد په ۴ اورونوکې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې هم واخېستې. په توپوهنه … نور ولولئ
سپورټ

ایرلېنډ د افغانستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

د ایرلېنډ کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د افغان لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړې ده. ایرلېنډ او افغانستان د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې په عربي متحده اماراتو کې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، دغه لوبې د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره په سوپرلیګ پړاو پورې تړاو لري. له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي و، چې دوی به د جنوري په ۱۸ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان بورډ غوښتنې

کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي د کرکټ نړیوالې شورا له مشر بارکلی سره کتلي دي او په دې کتنه کې یې ترې افغانستان بورډ سره د لا ډېرې مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده. کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه دغه اعلامیه لیکلې ده: «د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي د کرکټ نړيوالې شورا له مشر ښاغلي ګرېګ بارکلي سره وليدل. په دغه … نور ولولئ
سپورټ

هغه ځوان چې له کوڅې څخه آی پي اېل، او د هندوستان ملي ټیم ته ورسېد

تنګاراسو نټراجن هغه هندی کیڼ لاسی بالر دی، چې د ۲۰۲۰م په آی پي اېل کې تر ځلېدلو وروسته د هندوستان لوبډله کې هم ښه ولوبېد. نوموړی په ۱۹۹۱م کې د هندوستان په ټامیل ناډو ایالت کې زېږېدلی دی او اوس ۲۹ کاله عمر لري. هغه په کیڼ لاس چټکه توپ اچونه کوي او لوبې یې په زړه پورې دي. ۲۰۱۷م آی پي اېل کې نټراجن د پنجاب لوبډلې وپېره په دې لیګ کې ده … نور ولولئ
سپورټ

 هند د پاکستان ریکارډ مات کړ؛ خو د افغانستان یې مات نشو کړای

دا چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې تر ټولو بریالۍ لوبډله وه او په شل اوریزو لوبو کې یې ډېرې لوبې ګټلې وې. دې دوو کلونو کې افغانستان له ایرلېنډ، زِمبابوې، سکاټلېنډ، بنګله دېش او ځېنې نورو لوبډلو د شل اوریزو لوبو سیریزونه ترسره کړل، چې افغانستان پکې ۱۲ پر له پسې شل اوریزې لوبې وګټلې. په دې ډول افغانستان لومړۍ کرکټ لوبډله وه، چې په دغو دوو کلونو کې یې زیاتې … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبغاړو په شتون کې بېګ باش لیګ پېلېږي

د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ لسم پړاو د ډېسمبر په لسمه د اته لوبډلو په ګډون پیلیږي. په دغه لیګ کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، ظاهرخان، نوراحمد لکڼوال او مجیب الرحمن لوبېږي. که څه هم لیګ د پنجشنبې په ورځ د ډېسمبر په لسمه د غرمه دولس بجې او ۴۵ دقیقې پیلیږي او لومړۍ لوبه یې د هوبرت هرېکېنز او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د جمعې په ورځ پکې مجیب الرحمن د ظاهرخان … نور ولولئ