سپورټ

شېکردوان ولې له سنرایزر حیدراباد جلا شو؟

شېکردوان چې د هندۍ لوبډلې سربېره په آې پي ایل سیالیو کې د حېدراباد لوبډلې اوپنر یا پېلوونکی لوبغاړی و اوس یې د حېدراباد لوبډلې د پرېښودو پرېکړه کړې ده. نوموړی غواړي چې په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالیوکې ډیلي لوبډلې ته ولاړ شي. شکېردوان د درې لوبغاړو په بدل کې ډیلي لوبډلې ته تللی دی، ویجی شنکر، شهباز ندیم او ابېشک شرما هغه لوبغاړي دي، چې شېکردوان سره تبادله شوي دي. شېکردوان … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا لوبغاړی، د راشد خان په بې ساري پرمختګ خفه ښکاري

د سریلانکا پخواني توپ وهونکي او لوبډلمشر ارجونا راناټونګا راشدخان ته ویلي، چې تا له نړیوالو لوبغاړو سره ډېرې لوبې کړي که رنګانا هرات؟ نوموړي د لسو پوښتنو په ترڅ کې دا څرګندونې کړي او بیا یې د لسو نړیوالو لوبغاړو انځورونه خپاره کړي، چې هرات له هغوی سره لوبې کړي دي، چې په دغو انځورونو کې د راشدخان تصویرهم راغلی دی. راناټونګا وایي له ۱۹ کلونوڅخه زیات وخت کېږي، چې رانګانا هرات لوبې پيل … نور ولولئ
سپورټ

هندي پخواني لوبغاړي له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخه ښه وکړه

د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی پیلوونکی لوبغاړی ورېئنډر سېواګ نور له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه دنده نه کوي. مخکې سېواګ د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر و؛ خو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونوکې د پنجاب لوبډلې د توپ وهنې روزونکی یا کوچ و، چې اوس یې له خپلې دندې استعفی وړاندې کړې ده. د سېواګ پرځای اوس نیوزیلېنډي مایک هېسن د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی. سېواګ ویلي چې ما د … نور ولولئ
سپورټ

د ویسټ انډیز پیاوړی الراونډر، هند سره له شل اوریزه لوبو بهر شو

انډري رسل چې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې خطرناک او نامتو الراونډردی او په منځنۍ برخه کې توپاني توپ وهنه نندارې ته وړاندې کوي، د هندوستان خلاف په شل اوریزه لوبلړۍ کې نه دی اخېستل شوی. رسل د ټپ له امله په دغو لوبوکې نه لوبېږي. اوس مهال کارلوس برېتوېټ په شل اوریزه لوبوکې ویسټ انډیزۍ لوبډله رهبري کوي او لوبډلمشري یې کوي. تر دې وړاندې هندوستانۍ لوبدلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبولړۍ له ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل لپاره د ویرات کولي لوبډلمشري په شک کې ده

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي دي، چې ویرات کولي د رویال چېلېنجرز بنګلور لوبډلې لپاره د یو ښه لوبډلمشر په توګه ښې لاسته راوړنې نه دي لرلي او ځانګړي څه یې د نوموړې لوبډلې لپاره نه دي کړي. د هندوستان د سوداګریزلیګ یا آې پي ایل یوولس کاله کېږي، چې پیل شوی دی. په دغه لیګ کې ویرات کولي د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې پیاوړې لوبډله جوړوي، ویرات کولي، ای … نور ولولئ
سپورټ

هندي بورډ ته سرخوږی؛ ښايي ۵ هندي لوبغاړي په اې پي ایل کې ونه لوبیږي !

د هندوستان پنځه کلیدي لوبغاړي ښایي د ۲۰۱۹ م کال د آې پي ایل سیالیو په وروستیو لوبو کې ونه ولوبېږي، دا ځکه چې د دغو کلیدي لوبغاړو روغتیا، استراحت او فېټنېس د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام سیالیو لپاره مهم دي. په همدغه بنسټ ښایي د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره پنځو مهمو لوبغاړو ته د آې پي ایل سیالیو په وروستیو لوبو کې د لوبېدو اجازه ورنه کړي. د ۲۰۱۹ م کال … نور ولولئ
سپورټ

برېنډن مکالم له لاهور قلندر لوبډلې سره مخه ښه وکړه

نیوزیلېنډي چټک توپ وهونکي برېنډن مکالم د پي ایس ایل یا پاکستان سوپرلیګ کرکټ سیالیو په راتلونکي پړاوکې له لاهور قلندرز لوبډلې سره نه لوبېږي. برېنډن مکالم په تېرو دوو ټورنمنټونوکې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه لوبېدلی و. هغه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دوو، پي ایس ایل پړاوونو کې له لاهور قلندر لوبډلې سره ولوبېدم او له لوبېدو مې خوند واخېست؛ نوموړی وایي که له لوبډلې لرې شوم خو زما ملګرتیا به د … نور ولولئ
سپورټ

شاه رخ خان؛ که زه ښځه وای، ویرات کولي به میړه وای

شاهرخ خان چې د بالیووډ پاچا بلل کېږي د یوې خبریالې په ځواب کې ویلي، چې که زه ښځه وای ویرات کولي سره مې واده کاوه. هندوستانۍ رسنۍ زیاتره وخت فلمي ستوري او د ورزش له ډګره کورني او بهرني لوبغاړي مېلمانه کوي، چې دوی سره په خپرونه کې ډېر ګپ شپ هم لګوي، هندوستانۍ رسنۍ د انټرټېنمېنټ یا ګپ شپ لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، چې د دغو پروګرامونو څخه په ګټې اخېستنې مشهور خلک … نور ولولئ
سپورټ

دولت ځدران: ۹۵ سلنه روغ یم، نړیوال جام کې به لوبه هم وکړم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک بالر دولت ځدران، چې کابو شپږ میاشتې کېږي له لوبو لرې پاتې شوی او ټپي شوی و، اوس تازه په یوه ویډیويي پېغام کې ویلي، چې هغه اوس ډېر ښه دی او بېرته ځان چمتو کوي، څو د نړیوال جام لپاره افغان لوبډلې سره یو ځای شي. هغه وایي څلور ورځې کېږي، چې په هندوستان کې تمرین کوي، نوموړی زیاتوي، زه ۹۵ سلنه ښه شوی یم او ډاکټرانو … نور ولولئ
سپورټ

بلاخره روهېت شرما د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

کلونه وروسته د هندوستان پېلوونکي لوبغاړي روهېت شرما په یو ورځنیو لوبوکې د مسلمان الراونډور شاهد افریدي ریکارډ مات کړ. روهېت شرما په ۱۸۷ یو ورځنیو لوبوکې توپ وهنه کړې، چې پکې یې ۲۰۰ شپږیزې پوره کړې. روهېت شرما د ویسټ انډیزخلاف پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې، چې د نومبر په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، شپږیزې ووهلې، چې خپلې شپږیزې یې تر ۲۰۲ پورې ورسولې. تر روهېت وړاندې شاهد افریدي مخکښ … نور ولولئ