سپورټ

د ۲۰۱۹ په نړیوال جام لوبو د IPL اغیزې

د نړۍ په کچه آې پي ایل د نورو په پرتله خورا مشهورې او ګرمې سیالۍ وي. دا سیالۍ هرکال د هند کرکټ بورډ له خوا د ځېنو سوداګرو او کمپنیو په وسیله په لاره اچول کېږي. مخکې به د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ بولۍ دوه ورځې وخت نیوه او په سلګونه لوبغاړي به بولۍ ته وړاندې کېدل. تېرکې د آې پي ایل بولي د سهار په ۱۰ بجو پېلېده او شا او خوا دوه … نور ولولئ
سپورټ

ښځینه کرکټ لوبې: دوه نوې لوبډلې، د زړې اتلې لوبډلې پر ځای پایلوبه کوي

د ښځينه شل اوریزه جام سیالۍ چې د نومبر په ۹ مه نېټه د جمعې په ورځ په ویسټ انډيز کې د لس لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، پایلوبه یې د نومبر په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د انګلستان او اسټرالیا ښځینه لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د دغو لوبو اتلولي په ۲۰۱۶ م کال کې ویسټ انډیز ګټلې وه؛ خو سږ کال د اسټرالیایي لوبډلې له خوا په دوهمه نیمه پایلوبه … نور ولولئ
سپورټ

د لوبې پرمهال د لوبڅارانو سره د ویرات کولي جنجال

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي؛ خو کله کله د لوبڅارانو او لوبغاړو پر وړاندې هم تېز چلند کوي. نوموړي د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۳ مه نېټه د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې د اسټرالیا پر وړاندې د دوهمې شل اوریزه لوبې پرمهال له لوبڅارانو سره لانجه وکړه. کيسه: هندوستان د دوهمې شل اوریزه لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې وټاکله، اسټرالیا توپ وهنه وکړه، اسټرالیایي لوبډلې په ۱۹ … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي د هندي ایم ایس ډوني په ملاتړ راودانګل

شاهد افریدي ویلي، مهنیدرا سنګ ډوني د هیچا لارښوونې ته اړتیا نه لري، چې هغه له کرکټ څخه لاس په سر کړي. د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر، پښتون الروانډر او په ټي ټېن لیګ کې د پښتون ټیم لوبډلمشر شاهد افریدي ویلي، چې هیڅوک دا حق نه لري، چې ماته ووایي، د کرکټ څخه استعفا وکړه. نوموړي د ډوني په هکله هم ویلي، چې هیڅوک نه شي کولای، ډوني ته لارښوونه وکړي، چې له کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان: کرکټ کې مې انګلنډۍ ښځینه لوبغاړې سارا ټېلر خوښيږي !

راشدخان نه په انسټګرام پوښته شوې، چې په ښځينه لوبغاړو کې دې د خوښې لوبغاړې څوک ده، هغه ورته د انګلستان سارا ټېلر ښودلې، چې زما د خوښې لوبغاړې ده. راشدخان او سارا ټېلر له ډېر وخت راهیسې په انټرنېټ کې یو بل پېژني او سارا ټېلر بیا د راشد خان د لوبو ننداره هم کوي. راشدخان اوس مهال د ټي ټېن لیګ په سوداګریزو لوبو کې د عربینز لوبډلې په ګټه په لوبو بوخت … نور ولولئ
سپورټ

د IPL درې لوبډلې ښايي د شهزاد د اخیستلو هڅه وکړي

د محمدشهزاد بې رحمه توپ وهنې د آې پي ایل لوبډلو پام ځانته راړولی. هغه د چهارشنبې په ورځ د ټي ټېن لیګ د پیل په لوبه کې خپله توپاني توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې توپ وهنه یې د نړیوال ریکارډ سره مله وه. په ۱۶ توپونو یې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۸ یې شپږیزې او ۶ څلوریزې وهلې وې. شهزاد په ۱۲ توپونو د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود او ځان … نور ولولئ
سپورټ

د مجیب هغه ځواب چې د ډوني د یوه مینه وال زړه یې لاسته راوړ !

افغانستان چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې پکې کرکټ عام شوی په دې لړ کې یې ډېر سپېن بالران د کرکټ ډګرونو ته وړاندې کړي دي، چې پکې د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ راشدخان او مجیب ځدران د نړۍ په کچه مشهور دي. مجیب ځدران په ۲۱ مه پېړۍ کې زېږېدلی او ۱۷ کاله عمر لري؛ خورا ښه بالر ثابت شوی. هغه د افغانستان د ملي لوبډلې سربېره په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلی او د … نور ولولئ
سپورټ

د راشد خان او هندي بالر کولدیپ یداف پرتلنه؛ کوم یو پياوړی او ډیر مخکې روان دی ؟

که څه هم د کرکټ په نړۍ کې ډېر لوبغاړي راځي او بېرته ځي؛ دا لوبغاړي کله تر لومړي مقامه رسېږي او کله هم د درجه بندۍ په لړ کې بېرته وروسته کېږي. راشدخان چې د افغان لوبډلې بهترین بالر دی، د بالېنګ سربېره کله، کله هغه داسې توپ وهنه هم کوي، چې نړیوال ګوته په غاښ کوي. د بنګله دېش خلاف یې په ۲۰۱۸ م کال اسیا جام کې ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. له … نور ولولئ
سپورټ

په ټي ټېن لیګ کې د کراچیئنز په نوم ولې پاکستان اعتراض وکړ؟

د عربي متحده اماراتو په لس اوریز سوداګریزکرکټ لیګ کې د کراچیئنز لوبډلې په نوم د پاکستان کرکټ بورډ انتقاد کړی او د هغه د بدلېدو غوښتنه یې کړې ده. د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د کراچینز نوم ریښه په کراچۍ ښار پورې تړاو لري او دا دوسیه باید دلته وتړل شي. ښایي پاکستاني کرکټ بورډ دا نوم په دې وجه بدل کړی وي، چې کراچۍ یواځې د یو ښار نماینده ګي کوي؛ خو … نور ولولئ
سپورټ

هغه ننګونې چې ویل کیږي دا ځل به IPL ورسره مخ وي

د نومبر په ۱۷ مه نېټه د آې پي ایل لوبډلو له خوا د لوبغاړو د بیا اخېستلو یا رېټاین، د لوبغاړو د پرېښودو یا ریلیز کولو په اړه وروستي نوملړونه خپاره شول، په دغو نوملړونوکې ډېری لوبډلو ځېنې لوبغاړي اخېستل شوي او ځېنې لوبغاړي د لوبډلو له خوا لرې کړل شوي دي. اوس د کرکټ ورزشي وېب پاڼې کرېک ټرېکر خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې په دې کې ځېنې پرېکړې ناسمې … نور ولولئ